خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د میدان وردګو د مرکز په ګډون د 3 ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د دې ولایت د درې ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې چې د مرغومی په 21مه، په میدان ښار کې جوړ شوی وو، د مسوولیتونو د لېږد کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی، د میدان وردګو والی محمد حلیم فدایی، د کورنیو چارو امنیتی مرستیال عبدالرحمن رحمن، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالی او اداری مرستیال عبدالمالک صدیقی، د ملی اردو د ځمکنیو قواوو عمومی قوماندان جنرال مراد علی مراد، د پوهنې وزارت د اسلامی تعلیماتو مرستیال شفیق صمیم، د ایساف مرکزی زون قوماندان جنرال الن، د ولایتی بیارغونې ډلې مشر ښاغلی مظفر، د ولایتی شورا غړو، ولایتی امنیتی مسوولینو او قومی مشرانو برخه اخیستې وه.
د میدان وردګو د والی ویاند شاهدالله شاهد پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ولایت د مرکز میدان ښار، جلرېز، د بهسودو لومړۍ برخې او د بهسودو مرکز ولسوالیو امنیتی مسوولیتونه افغان ځواکونو ته د امریکا هېواد بیرغ په ښکته کولو او افغان ملی بیرغ په پورته کولو سره وسپارل شو.
غونډې ته والی محمد حلیم فدایی په خپلو خبرو کې په ولایت کې د ملی اردو، ملی پولیسو او ملی امنیت وروستۍ بریاوې وستایلې او زیاته یې کړه، چې وسله وال مخالفین اوس له افغان ځواکونو سره د جګړې توان له لاسه ورکړى او ورځ تر بلې پر مخالفینو ساحه تنګېږی، چې له همدې امله وسله وال د سیمې پرېښودو ته اړ شوی دی.
فدایی د مسوولیتونو د لېږد پروسه یوه ملی پروسه یاده کړه، چې له امله به یې افغانان د خپل هېواد ساتلو، ابادولو او رغولو په برخو کې خپلو درنو مسوولیتونو ته اوږه ورکوی او هېواد به په خپل فکر په خپلو مټو رغوی.
د مسوولیتونو د لېږد کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی وویل: (((د مسولیتونو لېږد د ولسمشر ملی هدف او له نړیوالو سره د هېواد د ګټو په موخه ترسره شوى تړون دى، چې له امله به یې تر 2014 کال پورې د ټول هېواد مسوولیت افغانان په خپله واخلی.))
د احمدزی په وینا، د هېواد په امنیتی ځواکونو کې ګومارنه د مصلحت او سمت له مخې ترسره کېږی، چې دا کار د ملی بنسټونو نړولو لامل کېږی او هیله یې څرګنده کړه، چې نور د کسانو ګومارل د تعهد، تقوا او وړتیا له مخې ترسره شی.
نوموړی لع نړیوالو ټولنې او په ځانګړی ډول له امریکا او ترکیې هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د دې ولایت په امنیت او رغونه کې یې مرستې کړې دی.
ډاکټر اشرف غنی د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته په اشارې وویل: ((د افغانستان ولسونه سوله خوښوونکی دی او هېڅ ګاونډى دې زموږ څخه د تهدید وېره نه لری او که ګاونډیان بیا هم زموږ پرمختګ ونه غواړی؛ نو زه په زغرده وایم چې افغانان به د لوږې له امله واښه وخوری، خو د دښمنانو شومو موخو ته به تسلیم نه شی.))
د میدان وردګو د ولایتی شورا رییس محمد حضرت جانان، په خپلو خبرو کې د مسوولیتونو د لېږد پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې د دې ولایت اساسی لومړیتوبونه او جوړ شوى پلان باید تر 2014 پورې پلى کړی.
نوموړی له افغان امنیتی ځواکونو څخه وغوښتل، چې د ولسونو زړونه د ښو اخلاقو، ښه چلند او منطق له لارې لاسته راوړی، ترڅو د سیمې د ساتلو جوګه شی.
د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال مراد علی مراد د افغان امنیتی ځواکونو په استازیتوب ژمنه وکړه، چې ستاسو اولادونه به ستاسو د ارمانونو د پوره کولو او د سیمې امنیت په موخه د ټولو وګړو ساتنه کوی.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال عبدالمالک صدیقی، په خپلو خبرو کې د سیمه ییزو ادارو په غښتلتیا او ملاتړ کې د نړیوالو ځواکونو هلې ځلې وستایلې او هم یې د نوموړې ادارې د ظرفیتونو د لاپیاوړتیا او ولسونو ته د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له خپلو راتلونکو پلانونو څخه خبر ورکړ.
وروسته د لېږد کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی او د مسوولینو له خوا د افغانستان ملی بیرغ پورته او نړیوالو ځواکونو خپل بیرغ افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د سپارلو په موخه ښکته کړ.
افغان ځواکونو د امنیت د لېږد پروسه د روان لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې پیل شوې او په لومړی پړاو کې اووه سیمې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې؛ تېره میاشت ولسمشر د دې پروسې دوهم پړاو اعلان وکړ، چې په ترڅ کې به یې د 20 سیمو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.