خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/10/21 0:0کد خبر: 8280

د کندهار امنیه قوماندان له یوه ځانمرګی بریده روغ ووت

د کندهار امنیه قوماندان له یوه ځانمرګی بریده روغ ووت - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

غرمه شاوخوا یوه بجه د کندهار د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې رامنځ ته شوه. له دې پېښې وروسته اوازې وې، چې ګواکې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق په دې پېښه کې سخت ټپی دى. خو له پېښې څو شېبې وروسته د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق د پېښې په ځاى کې له خبریالانو سره خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، چې نن دوى په امنیه قوماندانۍ کې ډایاګ پروګرام ته وسلې سپارلې او په همدې موخه یې یوه غونډه جوړه کړې وه. جنرال رازق پژواک اژانس ته وویل: ((پر دې مهال یوه 18 کلن ځوان، چې عریضه وه، په ډېرې بېړې سره امنیه قوماندانۍ ته ننوتلى و او هڅه یې کوله، چې زما خونې ته ځان ورسوی.)) د نوموړی په وینا، له دې مخکې چې دغه ځانمرګى خونې ته ننوځی، د سرحدی پولیسو له خوا وپېژندل شو او له ډېرې وارخطایۍ څخه یې ځان ته چاودنه ورکړه. د کندهار امنیه قوماندان وایی، چې په دې چاودنه کې یواځې برید کوونکى وژل شوى او یو سرحدی پولیس ټپی شوى دى. د نوموړی په وینا، دغه ځوان د قوماندانۍ ساتونکو ته ویلی وو، چې له کوره یې یوه ښځه تښتول شوې او له قوماندانۍ څخه یې په دې برخه کې د بېړنۍ مرسته غوښتنه کړې وه. دى وایی، چې تېر کال د پخوانی امنیه قوماندان خان محمد مجاهد له وژل کېدو وروسته په امنیه قوماندانۍ کې سخت امنیتی تدابیر نیول شوی وو. خو هغه زیاتوی، دا چې دغه برید کوونکی څنګه وکولاى شول، دننه ورشی، په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دی. وروسته له هغه چې په دې برید کې د کندهار د امنیه قوماندان د وژنې یا ټپی کېدو اوازه خپره شوې، د کندهار ښار ډېرى برخې وتړل شوې او په ښار کې ترافیک هم تر سترګو کېده، خو کله چې د جنرال رازق د وژنې اوازه دروغه ثابت شوه، نو حالات بېرته په ښه کېدو شول. وسلوالو طالبانو په خپلې وېبپاڼې کې لیکلی، چې د کندهار په امنیه قوماندانۍ کې درنه چاودنه شوې، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دی خپاره کړی. د یادونې وړ ده، چې له یوه څه ځنډ وروسته یو ځل بیا په هېواد کې د ځانمرګو بریدونو لړۍ پیل شوې ده. پرون د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم ډله ییز بریدونه شوی وو، چې له امله یې څلور دولتی مامورین او درې پولیس و وژل شول.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.