خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
شنونکی د ملاعمر له خوا خپاره شوی راپورونه د سیمې د استخباراتی کړیو کړنه بولی

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه
یو شمېر شنونکی د ملا عمر له خوا د اوربند په اړه خپاره شوی راپورونه د سولې د روانو خبرو اترو د سبوتاژ کولو، امریکا او طالبانو ترمنځ د بې باورۍ رامنځ ته کولو هڅه بولی.
دغه راز وسلوالو طالبانو هغه خبره رد کړه، چې ګوندې د دوى مشر ملا عمر د یوه فرمان په وسیله له خپلو وسلوالو غوښتی، چې د سولې د روانو خبرو اترو تر پایلو پورې دې جنګ بند کړی.
د وسلوالو طالبانو د مشر ملا محمد عمر دغه فرمان په یوه اخباری کاغذ په پښتو ژبه لیکل شوى او نن د مرغومی په 26مه، له غرمې وروسته په کابل کې د پژواک په ګډون د ځینو رسنیو دفترونو ته ورکړل شوى دى.
په دې فرمان کې د ملا عمر له خوا د اوربند کولو او د مذاکراتو لپاره د ځانګړو کسانو د ټاکلو په اړه خبرې شوې دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، دغه فرمان او راپورونه په کلکه رد کړی او خپور شوى فرمان یې جعلی بللى دى.
د سیاسی چارو شنونکى وحید مژده وایی، چې دا کار په سیمه کې د کورنیو او بهرنیو استخباراتی کړیو له خوا شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وویل چې له دا ډول کارونو څخه موخه داده، چې استخباراتی کړۍ غواړی د طالبانو په منځ کې بې باوری پیدا کړی او غواړی دې کار سره طالبان کمزوری کړی.
مژده وایی چې د قطر د دفتر، مذاکرو او اوربند په اړه طالبانو څو ورځې مخکې د بېلا بېلو اعلامیو له لارې خپل دریځ روښانه کړى دى او د بهرنیانو په شتون کې به هغوى هېڅکله اوربند ته چمتو نه شی.
د سیاسی چارو کارپوه محمد حسن حقیار هم وایی، چې دغه کار په سیمه کې فعالو استخباراتی کړیو کړى دى.
نوموړی په دې اړه، چې په یوه وخت کې یاد شوى فرمان ووېشل شو او بیا د طالبانو له خوا رد شو، وویل چې معلوماتی ټکنالوژۍ ډېره وده کړې او طالبان هم له انټرنېټ او ټېلېفونی اسانتیاوو څخه ګټه اخلی.
د حقیار په وینا، د استخباراتی کړیو له دې کار څخه موخه داده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې اترې سبوتاژ او د دوى ترمنځ بې باوری رامنځ ته کړی.
د طالبانو د مشر ملا عمر یاد شوی فرمان پاڼه کې راغلی دی: ((په افغانستان کۍ د اوسنی وضعیت په پام کې نیولو سره او په نړیواله کچه د اسلامی تحریک د موقف د لاپیاوړتیا په خاطر اوس په کار دی، چې د تېرې لس کلنې دورې، تېروتنې او اشتباهات په پام کې ونیسو او له دغې وضعې څخه د اسلامی تحریک د موقف د لاټینګښت په خاطر پوره پوره ګټه واخلو.))
په دې فرمان پاڼه کې امریکا سره د طالبانو د خبرو اترو او د قطر د دفتر په اړه مثبتې څرګندونې شوې او د ملا عمر له خولې لیکل شوی دی: ((زه به هېڅکله داسې تاریخ پرېنږدم، چې زما مشرتوب او اسلامی تحریک ته څوک ګوته ونیسی، دا چې نن امریکا موږ سره مذاکرې ته چمتو شوې، دا زموږ بریا او د تحریک لوړ موقف بیانوی.))
په دې فرمان کې ملا عمر ویلی، چې امریکا سره مذاکرې لپاره دوى څو ځانګړی کسان ګومارلی، له دوى پرته بل څوک د تحریک استازیتوب نه شی کولى؛ خو په دې فرمان کې دغه کسان نه دی په ګوته شوی.
دغه راز په دې فرمان کې ملا عمر ټولو طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې د مذاکراتو د پایلې تر روښانه کېدو پورې دې په خپلو عملیاتو کې نرمی راولی او د ولسی خلکو په منځ کې له عملیاتو کولو ډډه وکړی.
د فرمان په درېیمه ماده کې راغلی دی: ((زموږ مرام له افغانستان څخه د بهرنیانو وتل او د یوه اسلامی نظام رامنځ ته کېدل دی، که زموږ ټولې غوښتنې ومنل شی، نو مذاکرات، دې مرام ته د رسېدو یوه لاره ګڼو او په دې لاره کې خنډ پیدا کوونکی زموږ دوستان نه شی کېداى.))
د دې فرمان په پاى کې د ملا محمد عمر نوم او د دوى ټاپه لګېدلې او د روان هجری کال د صفر المظفر لومړۍ نېټه، چې د مرغومی له شپږمې سره سمون لری، لیکل شوې ده.
د دې فرمان له وېشل کېدو څو دقیقې وروسته، د وسله والو طالبانو د یوه ویندوى ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته د برېښنالیک له لارې دا فرمان رد کړى شو.
مجاهد په دې برېښنالیک کې لیکلی دی: ((د افغانستان اسلامی امارت په عنوان یوه جعلی اعلامیه په یوه کاغذی پاکټ کې د ځینو رسنیو دفترونو ته وروړل شوې ده، چې د ځینو نویو مسایلو په اړه په کې څرګندونې شوې دی او دا هم په کې ویلی شوی، چې طالبان باید خپل بریدونه کم کړی.))
مجاهد زیاته کړې، چې دغه پاکټ او فرمان اصلاً جعلی دی او د استخباراتی وارخطا کړیو له خوا د تشویش اچولو په موخه استول شوی دی.
نوموړی له ټولو رسنیو غوښتی، چې دغه فرمان د طالبانو له لوری رد او که دا ډول څه خبره وی، نو طالبان یې د خپل برېښنالیک او ادرس له لارې استوی.
د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې مخکې د طالبانو د ویندویانو له برېښنالیکونو او د هغوى په وېبپاڼه کې دوى د مشر ملا عمر د مړینې خبر خپور شوى و، چې وروسته د طالبانو له خوا رد شو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.