خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/10/26 0:0کد خبر: 8346

کرزی د ګوزڼ واکسین مخه نیوونکی د هېواد د ماشومانو دښمنان وبلل

کرزی د ګوزڼ واکسین مخه نیوونکی د هېواد د ماشومانو دښمنان وبلل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ولسمشر حامد کرزی، ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین ورکولو مخه نیوونکی د هېواد د ماشومانو دښمنان وبلل. دغه خبره په هغې خبرپاڼه کې راغلې، چې د ولسمشر د ویندوى له دفتر څخه د مرغومی په 26مه، پژواک خبری اژانس ته رالېږل شوې ده. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې حامد کرزی د هېواد په ځـینو ناامـنو سیمو کې د ماشومانو د فلج پر ناروغۍ باندې خواشینی څرګنده کړې او د دولت پر وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ، چې د ملی واکسیناسیون ډلو ته دې اجازه ورکړی، چې ماشومان واکسین شی او په دې توګه هغوی له فلج څخه وژغورل شی. سرچینه کاږی، ولسمشر کرزی په تېرو لسو کلونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ (پولیو) د مخنیوی په لاره کې د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې هڅو ته د اشارې په ترڅ کې ویلی: ((که څه هم د هېواد په ګڼو سیمو کې په دې اړه ډېر کارونه شوی دی او زموږ په میلیونونو ماشومان واکسین شوی او د ګوزڼ له ناروغۍ څخه یې نجات موندلی دی؛ خو د افغانستان په ناامنو سیمو، په ځانګړې توګه د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته د اوسېدونکو کورنیو ماشومان لا اوس هم د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه رنځېږی.)) د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر له دینی عالمانو، ملا امامانو او قومی مشرانو څخه په ټینګار سره غوښتنه کړې، چې د واکسیناسیون له ډلو سره مرسته وکړی او د دولت وسله وال مخالفین دې ته وهڅوی، چې د واکسیناسیون ډلو ته اجازه ورکړی، چې له پنځه کلنۍ څخه د ټیټ عمر لرونکی ماشومان واکسین شی. په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د عامې روغتیا وزارت د نویو څېړنو له مخې، د 2010 زېږدیز کال په پرتله اوسمهال په هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې درې برابره زیاتې شوې دی. د دغه وزارت د راپورونو له مخې، په 2011 زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ګوزڼ ناروغۍ 80 پیښې لیدل شوی، چې 62 پېښې یې د فراه ولایت په ګډون د افغانستان په سوېلی سیموکې رامنځ ته شوې دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.