خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/08 0:0کد خبر: 8514

په کابل کې یوه تن ځان وژنه وکړه

په کابل کې یوه تن ځان وژنه وکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کابل ښار په لسمې امنیتی حوزې پورې اړوند د وزیر اکبرخان په سیمه کې یوه تن ځان وژنه وکړه. په سیمه کې یوه عینی شاهد 13 کلن حفیظ الله پژواک خبری اژانس ته وویل، چې یوه تن په وزیر اکبرخان پارک کې ځان په رسۍ په ونې پورې ځوړند کړى و. حفیظ الله، چې د نوموړی کس مړى یې نن مازیګر شاوخوا 4 بجې په خپلو سترګو لیدلى دى، وایی چې دغه کس 25 کلن و. خو دا چې نوموړی کس ولې په ونې پورې ځان ځوړند کړى و، ده یې په اړه معلومات نه درلودل؛ خو زیاته یې کړه چې مړى یې د پولیسو له خوا له سیمې یوړل شو. یوه بل عینی شاهد طلحه چې په سیمه کې دوکان لری، پژواک ته وویل چې شاوخوا 4 بجې یې په سیمه کې د خلکو ترمنځ د یوه تن د ځان وژنې خبره تر غوږ شوه او دى یې هم د کتلو په موخه له دوکان څخه بهر ووت. طلحه وویل: (( خلکو ویل چې په پارک کې یوه کس ځان ځوړند کړى دى، خلک ډېر ور روان وو، زه هم ووتم؛ خو څوک نه و چې دوکان ورته پرېږدم او زه نږدې ورشم.)) پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د لسمې امنیتی حوزې نظر هم واخلی؛ خو امنیتی مسوولینو ځواب ورنه کړ.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.