خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/09 0:0کد خبر: 8541

د رسنیو د زده کړی لومړنى مسلکی او علمی انسټیټیوټ پرانیستل شو

 د رسنیو د زده کړی لومړنى مسلکی او علمی انسټیټیوټ پرانیستل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

په لومړی ځل نن د مسلکی او علمی زده کړو د ترلاسه کولو په موخه د رسنیو له سټنډرډونو او معیارونو سره سم یو انسټیټیوټ پرانیستل شو. د افغانستان له رسنیو څخه د ملاتړ دفتر (نى) اجرایوی مشر عبدالمجیب خلوتګر، دا انسټیټیوټ د افغانستان په کچه او د هېواد د رسنیو په تاریخ کې لومړنى انسټیټیوټ وباله، چې کسانو ته په مسلکی او علمی ډول روزنه ورکوی. نوموړی وویل، چې دا انسټیټیوټ د افغانستان له رسنیو او د نړیوالو رسنیو د روزنې له متخصیصینو سره په مشوره جوړ شوى او د راډیو، ټلویزیون او انټرنیټی خپرونو د برابرولو په برخه کې حرفوی مطالعات چمتو کوی. خلوتګر د یاد شوی انسټیټیوټ زده کړې له نړیوالو معیارونو سره سمې وګڼلې او زیاته یې کړه، چې اټکل کېږی درسونه به یې په راتلونکی کال (1391) کې په رسمی توګه پیل شی. د نى دفتر اجرایوى مشر زیاته کړه، چې د یوه مسلکی او عملی خبریال لپاره ټول اړین توکی په پام کې نیول شوی دی. د هغه په وینا، په لومړی سر کې هر داوطلب تن د نوم لیکنې یو فورم ډکوی، دا پروسه د روان کال د مرغومی له 26مې پیل او د کب تر 29مې پورې به دوام ومومی او داوطلب کسان د کانکور له ازموینى څخه وروسته، کولاى شی په دې انسټیټیوټ کې شامل شی. خلوتګر وویل چې د کانکور له ازموینې وروسته، 50 کسان کولاى شی په دې انسټیټیوټ کې زده کړو ته دوام ورکړی. نوموړی د انسټیټیوټ موده دوه کاله او د تدریس موده څلور سمسټره په ګوته کړه او زیاته یې کړه، چې روزنیز نصاب یې نوى او په نړیواله کچه دى. پر رسنیو د څار مشر صدیق الله توحیدی وویل، چې دا انسټیټیوټ د نى دفتر، انټرنیوز او د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې ( USAID) په همکارۍ فعالیت ته چمتو شوى دى. هغه زیاته کړه، چې نى دفتر پخوا هم لنډمهالی رسنیز کورسونه پر لاره اچولی دی، چې په هېواد کې د رسنیو په پراخېدو سره، د داسې یوه پوره مسلکی انسټیټیوټ جوړېدو ته چې د ژورنالېزم ټولې برخې له ځان سره ولری، اړتیا لیدل کېده؛ نو له همدې کبله نى دفتر هوډ وکړ چې لومړنى رسنیز انسټیټیوټ رامنځ ته کړی. د توحیدی په وینا، په هېواد کې د رسنیو د تخصصی کېدو لپاره د لنډمهالو کورسونو دوام ډېر ګټور نه تمامېده؛ نو ځکه باید خبریالانو ته پرله پسې روزنې ورکړل شوې واى، چې ښه او مسلکی کار وکړی؛ نو له همدې کبله هغوى د دې انسټیټیوټ پر جوړولو لاس پورې کړ. له بل لوری د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې د ډیموکراسۍ او حکومتدارۍ د دفتر مرستیالې مېرمن مورا بیری (Mora Berea) د افغانستان د راتلونکd لپاره د رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل، چې دې ادارې له 2002 کال راپدېخوا د افغانستان له ناپېیلو رسنیو څخه ملاتړ کړى او په راتلونکی کې به یې هم ملاتړ وکړی. د یادونې وړ ده، چې د نى دفتر له 2005 کال راهیسې د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې په همکارۍ رامنځ ته شوى او تر اوسه یې څه باندې 3500 کسانو ته په دې دفتر کې د رسنیو په برخه کې مسلکی او عملی روزنه ورکړې، چې یو شمېر یې ښځې دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.