خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
صهیونست رژیم ،ستره شیطانه آمریکااولویدیځ قدرتونه د اسلامی ویښتیا په وړاندې د کمزورتیا احساس کوی

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
د نړۍ د مسلمانانوولی الامر ټینګار وکړ صهیونست رژیم ، ستره شیطانه آمریکااو لویدیځ قدرتونه نن سبا د اسلامی ویښتیا په وړاندې د کمزورتیا احساس کوی اود کمزورتیا او ماتې دغه احساس هره ورځ زیاتیږی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای نن د نړۍ د 73 هیوادونو د سلګونو ځوانانو په ټول کښې د پیلو دیکتاتورانو پر ضد د مسلمانو ملتونو پاڅونونه یوه ډیره مبارکه ، ډیره مهمه ښکارنده او د استکباری او صهیونستی خبیث او فاسد چینل د نړیوالې دیکتاتور ۍ پرضد د پاڅون پیلامه وبلله او ټینګار یې وکړ د اسلامی هیوادونو بدلونونه د نیکمرغۍ او ژغورنې د لارې پیل دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په ډګر کښې د ملتونو استقامت او هوښیار شتون بې له شکه د الهی نصرت د تحقق زمینه جوړونکی وباله او ویې فرمایل مهمه دا ده چې ترلاسه شوی بریالیتوبونه مو پای ته نه دی رسولی او د مجاهدت په دوام او د ملتونو په هوډ او ارادې په تکیې ، په لوی خدای په تکېې اوښه ګومان سره د نړۍ له زورویونکو او د هغوئ له عواملو سره مبارزې ته دوام ورکوو .
د رهبرۍ ستر مقام همدغه راز وفرمایل د اسلامی هیوادونو ځوانان د اسلامی امت د راتلونکې لپاره د سترو زیرو وړونکې دی او د اسلامی نړۍ د ځوانانو ویښتیا دمسلمانو ملتونو عمومی ویښتیا ته هیله زیاته کړی ده .
حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای د اټومی ټکنالوژۍ ، ژیوټکنالوژۍ ، او طب په شمول بیلا بیلو ډګرونوکښې د ایران د اسلامی جمهوریت اوڅاره پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې فرمایل ددغه ټاټوبې مؤمنو ځوانانو د دښمنانو د بې باورۍ په اوج او د هغوئ له درستو کارړنګونو سره سره داسی پرمختګونه کړی دی چې د درستو اسلامی ملتونو د ځوانانو لپاره عبرت ناک کیدلای شی .
د رهبرۍ ستر مقام د مسلمانو ملتونو په عمومی افکارو کښې د دوو غلطو باورونو د تلقین لپاره د نړیوالو ظالمانو د هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه د اسلامی امت دښمنان په مسلمانو ملتونو کښې د کمزورتیا د حس په پیداکولو او د نړیوالو قدرتونو دماتې نه خوړلو دحس په تلقین سره ، کابو دا دوه پیړۍ کیږی چې مسلمان ملتونه یې وروسته پاتې ساتلی دی، خو اسلامی امت نن سبا ویښ شوی دی او دا یې درک کړی ده چې دواړه ګومانونه سل په سلو کښې غلط دی او مسلمان ملتونه ددې وس لری چې داسلامی تمدن مجد او عظمت بیا احیا کړی .
د نړۍ د مسلمانانوولی الامر اوسنۍ پیړۍ د اسلام او معنویت پیړۍ وبلله او زیاته یې کړه اسلام ، ملتونو ته عقلانیت ، معنویت او عدالت یو ځای ډالۍ کوی او د خدای تعلیمات د عقلانیت، تفکر اوتدبر په اسلام ، په خدای د توکل په اسلام او جهاد ، کار او اقدام په اسلام ټینګار کوی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښودهمدغه راز په مصر ، تونس لیبیا او نورو اسلامی هیوادونو کښې د ملتونو د پاڅونونو له آمله دتاوانونو او ګوزارونو د جبران لپاره د استکبار هڅو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه دښمن د دسیسو په جوړولو بوخت دی او اسلامی ملتونه په تیره بیا د اسلامی امت ځوانان باید په پوره هوښیارۍ او ځیرتیا او د نورو له تجربو په استفادې سره اجازه ورنکړی چې د نړیوال استبداد چینل له هغوئ انقلابونه غلا کړی او د هغوئ اوسنۍ او راتلونکې لارې منحرفی کړی .
هغوئ وفرمایل د اسلامی امت تر مینځ اختلاف د دښمنانو یو چل دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښودزیاته کړه د اسلامی ویښتیا غورځنګ شیعه او سنی نه پیژنې او د درستو اسلامی مذهبونو پیروان په وحدت او یووالې سره د مبارزې په ډګر کښې دی .
حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای د اسلامی ملتونو ډیرو ګډو اصولو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه مسلمان ملتونه له یوه بل سره توپیرونه هم لری او جغرافیاوی ،تاریخی او ټولنیزو توپیرونو ته په پام سره د درستو اسلامی هیوادونو لپاره واحده بیلګه نشته ، خو مهمه دا ده چې چې ټول د آمریکایانو او صهیونستانو له شیطانې سلطې سره مخالف دی او د اسرائیلو په نامه یوه سرطانې دانه نه زغمی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.