خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ننګرهار کې سیلابونو خلکو ته مالی زیانونه اړولی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ننګرهار د خوګیاڼو او سره رود ولسوالیو په بېلا، بېلو سیمو کې تېره شپه سېلابونه راوتی، چې د چارواکو په وینا یوازې مالی زیانونه یې اړولی دی.
د ننګرهار د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتوالی ادارې رئیس عبدالوهاب شېرزاد کلید ته وویل، چې د خوګیاڼو په وزیرو او چمتلې سیمو کې دې سېلابونو یو شمېر کورونه نړولی خو کوم ځانی زیان نه لری.
شېرزاد دغه راز د سره رود ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې هم د سېلابونو د راوتو تایید وکړ، خو په اړه یې نورجزیات نه لرل.
د خوګیاڼو ولسوال محمد حسن هم کلید ته د پورتنۍ سرچینې خبرې تایید کړې.
بلخوا د خوګیاڼو له ګاونډۍ ولسوالۍ سره رود څخه هم رپوټونه وایی، چې په بېلا، بېلو سیمو کې یې سېلابونو په سلګونه جریبه ځمکه وړې او کرنیز فصلونه یې زیانمن کړی.
د دې ولسوالۍ یو شمېر استوګنو کلید ته وویل، چې د دې ولسوالۍ په بړینه،کاکوخېل، بلوچ قلا، کټه پور او کوز ټټنګ کلو په سلګونه جریبه ځمکه سېلابونو زیانمنه کړې او کرل شوی فصلونه یې له منځه وړی.
دوى دغه راز سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستندویو ډلو پر نه رسېدو نیوکه لرله او اړوندې ولایتی ادارې یې په دې برخه کې د خپل مسؤلیت په نه ترسراوی تورن کړل.
د ننګرهار د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتوالی ادارې مشر بیا وایی، چې اداره یې د مرستې خپل امکانات نه لری، خو له نورو مرستندویو یې سېلاب ځپلو ته مرستې غوښتی.
دغه چارواکی څه موده وړاندې ویلی وو، چې د استنادی دېوالونو د جوړولو لپاره د سیمو نښه کولو کې دوى سره د مشورو نه کول هم د ورته زیانونو لامل ګرځی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.