خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د کندهار ښار په موټر بم چاودنه کې 7 تنه وژل شوی او 19نور ټپیان دی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د کندهار ښار په چاودنه کې، چې نن غرمه مهال شهیدانو څلورلارې ته څېرمه د سنځری اډې په سیمه کې وشوه، د پولیسو او ملکی وګړو په ګډون 26 تنو ته مرګ ژوبله واوښته او د نږدې ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دی.
په دې اړه د کندهار والی پوهنوال ډاکټر توریالی ویسا، تر چاودنې یو ساعت وروسته د ولایت مقام له رسنیو سره د اړیکو او معلوماتو په مرکز کې خبریالانو ته معلومات ورکړل.
والی وویل، دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا 12بجې امنیې قومندانۍ ته څېرمه د سنځری اډې په سیمه کې د ملی پولیسو پر رینجر موټرو وشوه، چې هغوى له دغه ځاى څخه د موټرونو د تمځاى په توګه کار اخلی.
هغه زیاته کړه، چاودېدونکی توکی په یوه کرولا موټر کې ځاى پرځاى شوی وو، چې د چاودېدو له امله یې 5 پولیس او 2 ملکی وګړی، چې یو یې ماشوم دى، و وژل شول او 19 تنه نور ټپیان شول، چې په کې د 3 ماشومانو او 2 مېرمنو په ګډون 13 تنه ملکی وګړی او 6 نور پولیس دی.
د نوموړی په وینا، د پېښې ټپیان د کندهار ښار میرویس روغتون ته رسول شوی، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
دى وایی، دا پېښه داسې مهال کېږی، چې په نړیواله کچه له وسلوالو مخالفینو سره بهر او په کور دننه د سولې خبرې او هلې ځلې روانې دی.
ویسا وایی، دغه راز پېښې د هغو کسانو کار دى، چې ګټې یې په جګړه او تاوتریخوالی کې دی او نه غواړی دلته خلک په سوله کې ژوند وکړی.
نوموړی یاده شوې پېښه کلکو ټکو وغندله او دا یې غیراسلامی او غیرافغانی عمل وګاڼه او له امنیتی ارګانونو یې وغوښتل، چې عاملین یې پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاری.
د کندهار ښار نننۍ چاودنه امنیې قومندانۍ ته څېرمه شوې، چې تر دې وړاندې هم په دې شاوخوا کې خونړی ځانمرګی بریدونه او چاودنې شوې، چې ډېره مرګ ژوبله یې اړولې او هغه مهال خلکو غوښتنه کړې وه، چې امنیه قومندانې دې د ښار له ګڼې ګوڼې و ایستل شی.
ویسا په دې اړه وویل، چې له ډېره وخته دا په پلان کې ده، چې امنیه قومندانی له اوسنۍ سیمې، چې د ښار زړه او له ګڼې ګوڼې ډکه برخه ده، و ایستل شی، خو د نوې ودانۍ لپاره د ځمکې تثبیت او اداری کارونو دغه کار یو څه ځنډولى دى.
بلخوا د پېښې په ځاى کې ګڼو ملکی وګړو پژواک خبری اژانس ته وویل، چې چاودنه ډېره زوروره وه، چې غږ یې تر لرې واورېدل شو.
د چاودنې له امله د پژواک اژانس د سیمه ییز دفتر ترڅنګ د نږدې کورونو، دفترونو، دوکانونو او موټرو هندارې هم ماتې شوې دی.
د پېښې په ځاى کې د اسماعیل په نوم یوه تن، چې نانوایی لری او په یوه پښه لږ څه ټپی شوى و، وویل، په خپل دوکان کې د ډوډۍ په پخولو بوخت وو، چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه.
هغه وویل: ((کله چې چاودنه وشوه، ټوله سیمه په دوړو او ګردونو کې پټه شوه او ورسره جوخت د وسلو ډزې هم پیل شوې، چې پولیسو کولې، کله چې دوړې لږ څه کښېناستې خلکو یوې او بلې خوا ته منډې وهلې او له وېرې یې چیغې او نارې وهلې.))
د ده په خبره، په خپلو سترګو یې ولیدل، چې پر سړک ګڼ شمېر پولیس، خلک، ماشومان او مېرمنې پر سړکونو په خپلو وینو لړلې پرتې وې او یو شمېر مړی د اوبو نږدې ویالې ته هم لوېدلی وو.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخیستى، خو تر دې وړاندې د دغه راز پېښو مسوولیت وسلوالو طالبانو منلى دى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.