خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/21 0:0کد خبر: 8702

د بګرام زندان مشرتوب تر یوې میاشتې افغان حکومت ته سپارل کېږی

د بګرام زندان مشرتوب تر یوې میاشتې افغان حکومت ته سپارل کېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د بګرام زندان مشرتوب تر یوې میاشتې په بشپړ ډول له امریکایانوڅخه افغان حکومت ته سپارل کېږی. دغه پرېکړه تېره ورځ د ولسمشرحامد کرزی په مشرۍ د عدلیې او قضایی کمېټې په غونډه کې په ارګ کې وشوه. د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر د معلوماتو له مخې، یادې غونډې ته افغان حکومت ته د بګرام زندان مسوولیت د سپارلو په اړه د ملی دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ راپور واوراوه. د جمهوری ریاست په خبرپاڼه کې راغلی ، چې د ملی دفاع وزیر یادونه وکړه، چې په تېره ټاکل شوې نېټه کې نږدې 600 بندیان یا خوشې شوی او یا افغان دولت ته سپارل شوی ، خو افغان حکومت ته د زندان د مشرتوب سپارل تراوسه ندی ترسره شوی . په خبرپاڼه کې زیاته شوې ، چې غونډې افغانستان ته د زندانونو مدیریت د سپارلو کمېسیون ته لارښوونه وکړه، چې د روان کال د کب تر 21 مې نېټې پورې باید افغان حکومت ته د بګرام زندان مشرتوب وسپارل شی. د یادونې ده ، چې د تېرو هوکړو له مخې ، له امریکایانو څخه افغان حکومت ته د بګرام زندان د مدیریت د سپارلو په موخه د 1388 کال د مرغومی په 19مه یو کمېسیون جوړ شو، څو دیوه کال په موده کې د بګرام زندان په بشپړ ډول افغان حکومت ته وسپاری. له همدې مخې حامد کرزی د 1390 کال د مرغومی په پنځلسمه په عدلی او قضایی غونډه کې د ملی دفاع وزارت په مشرۍ غونډې ته دنده سپارلې وه، څو دیوې میاشتې په موده کې د بګرام زندان په بشپړ ډول افغان حکومت ته وسپاری. په دې غونډه کې قاضی القضات او د سترې محکمې سرپرست ، د ملی دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملی امنیت سلاکار، لوى څارنوال، له اداری فساد سره د مبارزې ستراتیژی پر پلی کېدو د څارنې د عالی ادارې رییس ، د ملی امنیت عمومی رییس ، د امنیتی مسوولیتونو د لېږد کمېسیون رییس، د جمهوری ریاست د عدلی او حقوقی چارو د مشورتی بورد رییس او د سیمه ییزو ارګانونود خپلواکې ادارې رییس ګډون درلود.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.