خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/30 0:0کد خبر: 8834

د ولسی جرګې یوه وکیل داعتراض په توګه خپل لاسونه او پښې ولچک کړی وو

د ولسی جرګې یوه وکیل داعتراض په توګه خپل لاسونه او پښې ولچک کړی وو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د ولسی جرګې مشر په جرګه کې د کندهار د خلکو له استازی عبدالرحیم ایوبی څخه بښنه وغوښته او د جرګې دویم مرستیال یې خوله، لاسونه او پښې، چې د اعتراض په توګه یې تړلی و، خلاص کړل. ایوبی نن سهار د جرګې د تېرې ورځې پر پرېکړه او د اداری پلاوی پر چلند د اعتراض په توګه خپله خوله تړلې، لاسونه او پښې یې ولچک کړی وو. تېره ورځ د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال په بودیجه کې د بدلون راوستو او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدی د ملکی تلفاتو په اړه د ولسی جرګې له خوا استیضاح شول، خو د جرګې له خوا د رایو په اکثریت د یادو وزیرانو څرګندونې د قناعت وړ وبلل شوې. نن سهار عبدالرحیم ایوبی په داسې حال کې، چې خوله یې تړلې وه، په لاسونو او پښو کې یې ولچک و او توره ټوټه یې پر سر اچولې وه، د ولسی جرګې عمومی غونډې ته ننوت. وروسته هغه د وکیلانو په غوښتنه د لږ وخت لپاره خپله خوله خلاصه کړه او ویل یې، ځکه یې خوله، لاسونه او پښې تړلې، چې تېره ورځ اداری پلاوی ده ته د خبرو وخت نه دى ورکړى او د یادو وزیرانو په اړه د جرګې پرېکړه سمه نه وه. ده ویل، د جرګې پرېکړه ځکه پر ځاى نه وه؛ چې د دواړو وزیرانو لپاره د نه باور رایې په موخه یو ځاى د جرګې له غړو څخه وغوښتل شول، چې موافق (شنه) او یا د رد (سره) کارتونه پورته کړی. د ده په وینا، باید د هر وزیر لپاره په ځانګړی ډول د جرګې د غړو رایه اخیستل شوې واى. ایوبی غوښتنه کوله، چې د رییس په ګډون دې د جرګې د اداری پلاوی ټول غړی استعفى ورکړی. ده تور پورې کړ، چې د اداری پلاوی غړی د حزب اسلامی او جمعیت اسلامی ګوندونو تر اغېز لاندې دی. د جرګې ځینی نورو غړو هم د ایوبی ملاتړ کاوه. په جرګه کې د پکتیا استازی کمال ناصر وویل، چې که د ایوبی غوښتنې ونه منل شی، دى او یو شمېر نور وکیلان به هم په ورته اعتصاب لاس پورې کړی. وروسته د دې موضوع لپاره د جرګې له خوا یو پلاوى وټاکل شو او له ایوبی سره یې ځانګړې ناسته وکړه. له دغه پلاوی څخه ایوبی غوښتی و، چې اداری پلاوى باید له ده څخه بښنه وغواړی او د ده د لاسونو او پښو ولچک خلاص کړی. نږدې غرمه مهال د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی له دې امله، چې تېره ورځ ایوبی ته د خبرو نوبت نه و ورکړل شوى، له هغه بښنه وغوښته او د ولسی جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاری یې لاسونه او پښې ور خلاص کړل.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.