خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/02 0:0کد خبر: 8864

کابل کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې لاریون وشو

کابل کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې لاریون وشو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

سلګونه خلک ادعا لری، چې امریکایی ځواکونو د بګرام په نظامی اډه کې قرانکریم سوځولى، هغوى د کابل د څرخی پله په بازار کې لاریون وکړ او له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی شول. دغه لاریون نن (د کب2مه) سهار پیل شو او ګډونوالو یې د امریکا او دولت پر ضد شعارونه ورکول. لاریون کوونکی، چې سپین بیرغونه له ځان سره لری ادعا کوی، چې امریکایی ځواکونو تېره شپه د بګرام په نظامی مرکز کې د قران عظیم الشان ځینې نسخې سوځولې دی. یوه 45کلن لاریون کوونکی محمدنبی، چې ځان د بګرام د نظامی مرکز کار کوونکى پېژنی پژواک خبری اژانس ته وویل: ((زموږ شپنی شفټ احوال راکړ، چې امریکایی ځواکونو څلور جلده قران شریفونه وسوځول.)) هغه ادعا وکړه، کله چې افغان کارکوونکو غوښتل، چې د یادې کړنې مانع شی، د امریکایی ځواکونو له لوری پرې ډزې شوې او دوه تنه وژل شوی دی خو آیساف د دوه تنو وژل په کلکه ردوی. یوه دینی عالم مولوی عاقل خان، چې د لاریون کوونکو په منځ کې یې خبرې کولې وویل: ((بهرنیو ځواکونو زموږ مقدساتو ته سپکاوى کړى او موږ له هېواد څخه د هغوى د ایستلو غوښتونکی یو.)) یاد عالم زیاته کړه، چې ژرترژره دې یادې مسئلې ته پاملرنه وشی او هغه چاچې قرانکریم سوځولى باید محاکمه شی. لاریون کوونکو په احساساتو سره ویل، چې امریکایانو څو ځلې قرانکریم سوځولى دى، خو دولت یې پر وړاندې کوم غبرګون نه دى ښودلى. هغوى له دولت او پارلمان څخه وغوښتل، چې یاده مسئله باید وڅېړل شی او تر هغه به خپل لاریون ته ادامه ورکړی، چې دولت لاریون کوونکو ته پلاوى ولېږی او هغوى ته دې ډاډ ورکړی، چې نور به اسلامی مقدساتو ته سپکاوى نه کېږی. لاریون کوونکو د کابل-جلال آباد لویه لاره د سهار له 8بجو څخه تر اوسه (11:00بجې) د ترافیکو پر وړاندې تړلې ده. یاد لاریون سوله ییز و، خو بل لاریون، چې په عین وخت کې د سلګونه کسانو په ګډون د بګرام د هوایی ډګر د دروزاې مخې ته، د قرانکریم د سوځولو په غبرګون ترسره شو، په تاوتریخوالی واوښت او لاریون کوونکو د هوایی ډګر د ساتونکو غرفه وسوځوله. هغوى یاد عمل په کلکه وغانده او د موضوع د څېړلو او د عاملینو د محاکمې غوښتونکی شول. ایساف ځواکونو منلې، چې د ایساف سرتېرو د بګرام په هوایی ډګر کې زیات شمېر دینی کتابونه د قرانکریم په ګډون په غلطې طریقې سره له منځه وړی دی. په هغې خبرپاڼه کې، چې د یادو ځواکونو له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک ته را رسېدلې د ایساف د قوماندان جان الن له خولې ویل شوی دی: ((موږ به په دې اړه څېړنې وکړو او د دې کړنې په اړه له ولسمشر، حکومت او د افغانستان له خلکو څخه بښنه غواړو.)) الن زیاته کړه، چې دا شان کړنه به په راتلونکی کې تکرار نه شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.