خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/02 0:0کد خبر: 8865

د بګرام په لاریون کې یو تن ټپی او پنځه نور ونیول شول

د بګرام په لاریون کې یو تن ټپی او پنځه نور ونیول شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د بهرنیو ځواکونو له لوری د قران کریم د سوځولو په غبرګون د بګرام ولسوالۍ د خلکو د لاریون په ترڅ کې یو کس ټپی او د بګرام د هوایی ډګر پنځه افغان کارکوونکی د امریکایی ځواکونو له لوری ونیول شول. د بګرام په هوایی ډګر کې یوه افغان کارکوونکی سمیر نن (د کب دویمه) پژواک اژانس ته وویل: ((بهرنیو ځواکونو تېره ورځ د قرانکریم څو نسخې له نورو کثافاتو سره د هوایی ډګر په انګړ کې وسوځولې.)) هغه زیاته کړه، د بګرام په هوایی ډګر کې افغان کارکوونکو د بهرنیاینو د یادې کړنې پر وړاندې مخالفت وښود او له هغوى سره په شخړه واوښتل، چې په ترڅ کې یې پنځه کارکوونکی د بهرنیاینو له لوری ونیول شول. سرچینې څرګنده کړه، چې یاده موضوع یې د شپې د مهال سیمه ییزو مسوولینو او د بګرام ولسوالۍ له خلکو سره شریکه کړه، چې په ترڅ کې یې د هوایی ډګر دفتر ته څېرمه د خلکو له لوری لاریون رامنځته شو. د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالحفیظ متوکل پژواک ته وویل، چې دمګړۍ د یادې ولسوالۍ څه باندې زرو اوسېدونکو د بهرنیو ځواکونو له لوری د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې پر لاریون لاس پورې کړى دى. متوکل تایید کړه، چې لاریون کوونکو د بګرام د هوایی ډګر د دروزاې د ساتونکو غرفه او یوه اندازه ټایرونه یې یادې دروازې ته څېرمه سوځولی او همدارنګه امریکایی ځواکونو پر خلکو پټاقۍ توغولې دی. سرچینې څرګنده کړه، چې د یوې پټاقۍ د لګېدو په ترڅ کې یو لاریون کوونکى ټپی او خلکو هم د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د شعارونو په ورکولو سره د بګرام هوایی ډګر پر لوری تېږې ویشتلې دی. سرچینې د بګرام د هوایی ډګر د افغان کارکوونکو له خولې ویلی دی، چې د بګرام په هوایی ډګر کې پنځه افغان کار کوونکی د امریکایی ځواکونو له لوری نیول شوی دی. د نوموړی د معلوماتو له مخې، د لاریون کوونکو استازی، د بګرام ولسوالۍ سپین ږیری د دې ولسوالۍ له سیمه ییزو مسوولینو سره یوځاى د پامیر د 303زون د قوماندان جنرال بابه جان په کور کې سره ټول شوی او غواړی څو یادې قضیې ته د حل لار پیدا کړی. دغه لاریون په داسې حال کې رامنځته شو، چې نن (د کب 2مه) سهار د کابل د څرخی پله په بازار کې د سلګونو کسانو په ګډون یو بل لاریون د بګرام په نظامی اډه کې د قران کریم د سوځولو په غبرګون ترسره شو او له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی و. هغوى یاد عمل په کلکه وغانده او د موضوع د څېړنې او د عاملینو د محاکمې غوښتونکی شول. ایساف ځواکونو منلې، چې د ایساف سرتېرو د بګرام په هوایی ډګر کې زیات شمېر دینی کتابونه د قرانکریم په ګډون په غلطۍ سره له منځه وړی دی. په هغې خبرپاڼه کې، چې د یادو ځواکونو له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک ته را رسېدلې، د ایساف د قوماندان جان الن له خولې ویل شوی: ((موږ به په دې اړه څېړنې وکړو او د دې کړنې په اړه له ولسمشر، حکومت او د افغانستان له خلکو څخه بښنه غواړو.)) الن زیاته کړه، چې دا شان کړنه به په راتلونکی کې تکرار نه شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.