خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
آیساف د قرآن کریم د سوځولو له امله بښنه وغوښته

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
ایساف د هغو راپورونو په اړه، چې منسوبینو یې په بګرام کې د قران کریم په ګډون زیات شمېر اسلامی کتابونه په ناسم ډول له منځه وړی دی، د څېړنو امر ورکړ او د افغانستان له خلکو او حکومت نه یې بښنه وغوښته.
نن (د کب دویمه) سلګونو تنو د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې په څرخی پله کې سوله ییز، خو د بګرام د هوایی ډګر په خوله کې له تاوتریخوالی ډک لاریونونه وکړل او د دغه کار د عاملینو د مجازاتو او له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی شول.
لاریون کوونکو د بګرام د هوایی ډګر د ساتونکو غرفه وسوځوله او د هغوى په ادعا، افغان کارکوونکو د بهرنیانو د دغه عمل مخالفت وکړ او له هغوى سره یې جګړه کړې ده، چې په پایله کې یو کارکوونکى ټپی شوى او پنځه نور د هغوى له خوا نیول شوی دی.
لاریون کوونکی ادعا کوی، چې امریکایی ځواکونو تېره شپه د پروان د بګرام په هوایی ډګر کې د قران کریم نسخې سوځولی دی او په دغه کار یې د اسلام مقدساتو ته سپکاوى کړى دى.
په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان الن وایی، چې د ایساف سرتېرو د بګرام په هوایی ډګر کې د قرآن کریم په ګډون زیاته اندازه دینی کتابونه له منځه وړی دی، خو زیاتوی، چې دغه کار په هېڅ صورت قصدی نه وو.
په هغې خبرپاڼه کې، چې په کابل کې د ایساف قوماندانۍ د مطبوعاتی دفتر له خوا پژواک خبری اژانس ته رسېدلې ده، جان الن په کې د افغانستان خلکو ته د نجیبو خلکو خطاب کړى او ویلی یې دی : "ما د هغو راپورونو په اړه، چې ګواکې تېره شپه د ایساف منسوبینو په بګرام کې د قران کریم په ګډون زیات شمېر اسلامی کتابونه په نامناسب ډول له منځه وړی دی، د څېړنې امر کړى دى."
دى وایی: "موږ په دې برخه کې پراخې څېړنې کوو او موږ به داسې اقدامات ترلاس لاندې ونیسو، چې دغه کار په راتلونکی کې تکرار نه شی."
په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومی قوماندان زیاته کړه، چې هغوى له ولسمشر کرز، د افغانستان له حکومت او ټولو خلکو نه د هغې ناخوښۍ له امله، چې د دغه کار له امله رامنځته شوې ده، په ریښتونی ډول بښنه غواړی.
جان الن زیاته کړې: "زه د سیمې له خلکو نه مننه کوم، چې د دې نیمګړتیا په پېژندګلوۍ او له هغو کسانو نه، چې د فوری پرېکړې په کولو یې له موږ سره مرسته کړې ده."
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.