خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
مشرانو جرګې د 1391 کال د بودجې طرحه تایید کړه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
مشرانو جرګې د 1391 کال د بودجې طرحه د څه باندې 12میلیاردو افغانیو د کموالی په وړاندیز سره تایید کړه.
د راتلونکی مالی کال بودیجه د روان کال د سلواغې په 16مه، د مالیې وزارت له لوری مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه.
د مالیې وزارت وایی چې د مالیې د قانون د تعدیل له مخې، د 1391 کال د نهو لومړیو میاشتو لپاره بودجه او عادی لګښتونه 134،3 میلیارده افغانۍ او پراختیایی بودجه 110 میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې ده، چې ډېره برخه به یې په امنیتی سکتور او پراختیایی پروژو کې ولګول شی.
خو مشرانو جرګې په خپله نننۍ غونډه کې چې 54 غړو په کې ګډون درلود، یاده بودجه یې په 30 موافقو او 19مخالفو او څلورو سپینو رایو، د کموالی له وړاندیز سره تایید کړه.
د مشرانو جرګې د مالی، بودجې او عمومی محاسبو د ملی اقتصاد د کمېسیون مشر مولوی عبدالوهاب عرفان، چې د بودجې طرحه یې نن (د کب دویمه) عمومی غونډې ته وړاندې کوله، وویل چې د راتلونکی کال بودجه په ټولیز ډول د 12،514 میلیارده افغانیو په کسر سره تایید شوه.
نوموړی زیاته کړه، چې د کسر شوو ارقامو له جملې څخه، 11،362 میلیارده افغانۍ یې پراختیایی بودجې او پاتې نور یې عادی لګښتونو پورې تړاو لری.
هغه زیاته کړه، چې دا سند د یاد شوی کمېسیون له څېړنو، وړاندیزونو او نظرونو څخه وروسته بشپړ او په دې برخه کې کوم مسلکی او تخصصی خنډ نه تر سترګو کېږی.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار وویل، جرګې د بودجې مسوده چې د ملی پراختیا په اډانه کې د اساسی قانون د 75 او 98 مادو په رڼا کې، د حکومت له لوری ترتیب شوې او په پلی کېدو سره به یې په ټول هېواد کې په بېلابېلو ډګرونو کې د ودې او پرمختګ لاره هواره شی، تایید کړه.
هغه زیاته کړه، چې د بودجې مسوده تایید شوې ده، د مشرانو جرګې د مالی، بودیجې او د ملی اقتصاد کمېسیون له نظریاتو او وړاندیزونو سره یوځاى د راتلونکو اجرااتو له پاره ولسی جرګې ته استول کېږی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د سلواغې په 17مه، ولسې جرګې په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه، چې د 15 وزارتونو په ګډون 28 دولتی ادارې، چې د 1389کال پراختیایی بودجه یې له 40 سلنې کمه لګولې، په راتلونکو غونډو کې استجواب شی، چې تراوسه پنځه وزارتونه ولسی جرګې ته ورغوښتل شوی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.