خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/13 0:0کد خبر: 9000

شنونکی: د ګډو ځواکونو ترمنځ بې باوری د دوى پر عملیاتو ناوړه اغېزه کوی

شنونکی: د ګډو ځواکونو ترمنځ بې باوری د دوى پر عملیاتو ناوړه اغېزه کوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 6 دقیقه

د پوځی چارو یو شمېر کارپوهان وایی چې بې باوری د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ګډو عملیاتو ناوړې اغېزې لری او باید بهرنی ځواکونه داسې کړنې ترسره نه کړی چې د افغان ځواکونو احساسات راوپاروی. تر هغه وروسته چې په بګرام هوایی ډګر کې د امریکایی سرتېرو له خوا د قران کریم څو نسخې وسوځول شوې، په درېیو پېښو کې د افغان امنیتی ځواکونو له خوا شپږ امریکایی سرتېری ووژل شول. لومړۍ پېښه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د لاریون پر مهال د ملی اردو یوه سرتېری پر امریکایی سرتېرو ډزې وکړې او دوه یې ووژل؛ دغه راز په کورنیو چارو وزارت کې د یاد وزارت د کارکوونکی له خوا دوه امریکایی سلاکاران ووژل شول او درېیمه پېښه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه، چې د ملی اردو د یوه ښوونکی له خوا دوه امریکایی سرتېری ووژل شول. یو شمېر کارپوهان وایی، چې دا ډول کړنو د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ بې باوری رامنځ ته کړې او دغه کار د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ګډو عملیاتو ډېرې ناوړه اغېزې ښندی. پوځی کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت د کب په 13مه، پژواک خبری اژانس ته وویل چې دې بې اعتمادی تردې مخکې هم شتون درلود؛ خو په دې وروستیو کې تردې هم زیاته شوې ده. د ده په وینا، د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ بې اعتمادی د دوى پر ګډو پوځی عملیاتو هم ډېرې ناوړه اغېزې لری او دوى نه شی کولاى په ښه ډول عملیات ترسره کړی. هغه وایی: ((په داسې حال کې چې دوى یو پر بل باور ونه لری، نو د پوځی هماهنګۍ د نشتوالی له امله د هر ډول احتمالی ستونزې رامنځ ته امکان نه شی رد کېداى.)) جنرال طاقت زیاتوی، د دې لپاره چې په پوځ کې دننه د هر ډول ستونزو او وژنو مخنیوى وشی، باید په پوځی ارګانونو کې د دښمن د هر ډول نفوذ مخه ونیول شی او ټول امنیتی کارکوونکی چې په پوځی برخو کې په دندو ګومارل کېږی، د ملی امنیت له استخباراتی فلتر څخه ووځی او په اړه یې هر اړخیزې څېړنې وشی. نوموړى وایی چې باید د ملی دفاع او کورنیو چارو په وزارتونو کې د ملی امنیت یو پیاوړى ریاست شتون ولری، څو په دې برخه خپلې کړنې ترسره کړی. د هغه په وینا، د دې ترڅنګ په بهرنی ځواکونه باید خپلې کړنې داسې تنظیم کړی چې هېڅ ډول اشتبا او پر چا ظلم ونه کړی او هغه تېروتنې چې د افغان ځواکونو احساسات راپاوری، مخنیوى یې وکړی. طاقت زیاته کړه: ((که زه ولاړ یم او ټوپک راسره وی او زما کوچۍ د امریکایانو له لوری تالاشی کېږی، زه یې ولم.)) د هغه د څرګندونې له مخې، دا چې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ بې باوری پاى ته ورسېږی، باید بهرنی ځواکونه په ګډو پوځی مرکزونو کې وی، په عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ او د عملیاتو مشری افغان ځواکونو ته وسپاری. د پوځی چارو بل کارپوه هلال الدین هلال وایی، چې دا ډول پېښې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ بې اعتمادی رامنځ ته کوی او باید د دې ستونزې د حل لپاره جدی کړنې ترسره شی. د ده په وینا، دا پېښې ځکه رامنځ ته کېږی چې د سرتېرو د ګومارنې پر مهال له دقت څخه کار نه اخیستل کېږی او پردې هم څېړنه نه ده شوې، چې ایا دا کسان له بهرنیو هېوادونو سره اړیکې لری که نه؟ هغه زیاتوی: ((تراوسه هم زموږ امنیتی بنسټونه د ډلو او حزبونو په قید کې دی.)) هلال وایی، دا چې په امنیتی ارګانونو کې د دښمن د هر ډول نفوذ مخه ونیول شی، نو اړینه ده چې له جنرال څخه د سرتېری د هویت او ځانګړتیاوو په اړه څېړنې وشی، څو د یادو کسانو د ملی هویت او بله دا چې ایا د ګاونډیو هېوادونو له څارګرو ادارو سره تړاو لری او که نه؟ معلومات ترلاسه شی. د هغه په وینا، د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ بې باروی د دوى پر ګډو پوځی عملیاتو منفی اغېزې لری او دوى نه شی کولاى خپلې موخې ته په منظم ډول ورسېږی. ده زیاته کړه، د دې لپاره چې د دې بې باوریو فضا له منځه ولاړه شی، نو لازمه ده چې د دې موضوع د حل لپاره د افغان او بهرنیو پوځی کارپوهانو ګډې غونډې او خبرې ترسره شی، څو خپلې پوځی بریاوې په ګوته کړی. د هلال په وینا، د دې لپاره د دې ستونزو مخه ونیول شی، نو اړینه ده چې سرتېرو ته د هېوادپالنې روحیه او ښه مسلکی روزنه ورکړل شی. نوموړى زیاتوی، د دې ترڅنګ باید د بهرنیو ځواکونه خپلې د لرلید برنامې او تګلارې په داسې ډول تنظیم کړی، څو داسې کړنې ترسره نه شی چې د افغان پوځیانو او عام ولس احساسات راوپاروی. په کابل کې د ایساف ځواکونو د عامه اړیکو مسوول ډګروال جیمی کمینګز (JIMMIE E.CUMMINGS) وایی، چې په افغانستان کې سرتېری د شخصی اړیکو او د کلی د مشرانو د معلوماتو له مخې په دندو ګومارل کېږی، چې دا کار دوه ګټې لری: یو دا چې د دوى په ښه ډول تشخیص وشی او ترڅنګ یې خپل مسوولیتونه وپېژنی. هغه پژواک اژانس ته وویل، چې د ملی ځواکونو د سرتېرو د جلب او جذب پروسه ډېره پراخه ده؛ خو په دې اړه نورې هڅې هم روانې دی. د نوموړی په وینا، د قران کریم د سوځولو په اړه ایساف ځواکونه خواشینی څرګنده کړې او زیاتوی، چې په دې اړه یې څېړنې روانې دی، څو د دې کړنې اصلی مسوولین وپېژندل شی. سرچینه وایی، ایساف هڅه کوی چې خپلو سرتېرو ته د اسلام، مذهب او کلتور په اړه اضافی معلومات ورکړی، څو په راتلونکی د دې ډول کړنې مخه ونیسی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ایساف ځواکونه له افغانانو سره په خپلو ژمنو متعهد دی. د امریکا ولسمشر اوباما، د دفاع وزیر لیون پنیتا، په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال الن ویلی، چې دوى به خپلو همکاریو ته دوام ورکوی، څو په افغانستان کې القاعده له منځه یوسی او سوله رامنځ ته شی. هغه وایی چې دوى به اجازه ورنه کړی، څو دا پېښه د دوى ایتلاف مات کړی. د ملی دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمی، د پوځې کارپوهانو د دې څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقی صدیقی د شنونکو څرګندونې ردوی او وایی چې دافغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ ښه همغږی او د باور فضا شتون لری. نوموړی له کارپوهانو وغوښتل چې افغان ملی امنیتی ځواکونه ستایی، ځکه چې دغه ځواکونه شپه او ورځ د هېواد د سرحدی پولو او هېوادوالو دامنیت ساتنه کوی. صدیقی داهم رد کړه چې ملی امنیتی ځواکونه په ګوندونو وېشل شوې او زیاته یې کړه چې د ا ملی ځواکونه دی او هر قوم پکې لکه دهندارې خپل ځان وینی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.