خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دبګرام هوایی ډګر ددروازې مخ ته ځانمرګى برید وشو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
هغه ځانمرګى برید،چې دبګرام هوایی ډګرد دروازې مخ ته ترسره شو، دوتنه په کې وژل شوی او د دریو بهرنیو ځواکونو په ګډون پنځه تنه ټپیان دی.
دپروان ولایت امنیه قوماندان محمداکرم بیګزاد ،څو شېبې وړاندې پژواک خبری اژانس ته وویل،چې دا برید نن ماښام شاوخوا 6بجې ترسره شو.
بیګزاد زیاته کړه،چې ځانمرګې له چاودېدونکو توکو ډک خپل واسکټ د بګرام هوایی ډګر په دریمه دروازه کې والوځاوه ، چې په ترڅ کې یې دبګرام دهوایی ډګر دوه افغان کارکونکی ووژل شول او دوه بهرنی ځواکونه ،چې د دروازې دساتنې مسوولیت یې په غاړه و ،دسیمې له درې تنو اوسېدونکو سره ژوبل دی.
د بګرام هوایی ډګر مطبوعاتی دفتر پژواک خبری اژانس ته د یوخبرپاڼې په رالېږلوسره ددې چاودنې پخلى کړى،خو په دې چاودنه کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې کره شمېره یې نه ده ښودلې
دسرچینې دمالوماتو له مخې، په چاودنه کې د 2 او 3 تر منځ سیمه ییز کارګران وژل شوی دی او ایسا ف ځواکونو ته هېڅ زیان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو دیو خبرپاڼې په خپرولو سره ،ددې برید پړه په غاړه اخیستې او ادعا یې کړې ده،چې په دې برید کې یې 12 امریکایی سرتېری او 9 افغان کارکونکی وژلی دی.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دی،چې دا برید یې د بهرنیو ځواکونو له لوری د قرانکریم د سوځولو په غبرگون کې ترسره کړى دى.
دبګرام ولسوالۍ د پراختیایی شورا مشر الیاس الدین بخشی ،چې له برید څخه وروسته دپېښې ځاى ته رسېدلى پژواک ته وویل،چې د دوو افغان کارکونکو مړی یې لیدلی ،چې په دې برید کې وژل شوی دی.
نوموړی همدرانګه وویل،چې په برید کې دوه بهرنی سرتېری او دسیمې 4 اوسېدونکی ټپی شوی دی.
بخشی زیاته کړه،چې په بګرام هوایی ډګر کې دوه افغان وژل شوی کارکونکی هریو عزیزالله او عبدالوحید نومېدل،چې د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.