خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د پنجوایی پېښه بوګنوونکې وبلله

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر، ولسمشر حامد کرزی ته د کندهار ولایت د پېښې په اړه د ډاډینې او خواخوږی څرګندلو ترڅنګ، هغه یوه زړه بوګنوونکې پېښه وګڼله.
دا مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د کب 23مه) د جمهوری ریاست له لوری پژواک خبری اژانس ته رارسېدلې، په ډاګه شوی دى.
په خبرپاڼه کې راغلی دی، چې ولسمشر کرزی نن د سوېډن له بهرنیو چارو وزیر کارل بلډت سره په ارګ کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوی، چې د دې لیدنې په پیل کې د سویډن د باندینیو چارو وزیر د کندهار د پنجوایی ولسوالۍ د پېښې په اړه ولسمشر ته ډاډینه ورکړه او هغه یې یوه دردوونکې پېښه وبلله.
امریکایی ځواکونو د شنبې پر ورځ د کندهار ولایت په پنجوایی ولسوالۍ کې 16 ولسی کسان په خپلو کورونو کې ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.
د خبرپاڼې په وینا، د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د دې ترڅنګ، چې له سویډنی ځواکونو څخه افغان امنیتی ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد په اړه خبرې وکړې، له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د پروان زندان د امنیتی مسوولیتونو لېږد یو مثبت ګام وګاڼه.
همداراز کارل بلډټ له افغانستان سره د اروپایی ټولنې د اوږدمهال ستراتېژیک تړون په اړه خبرې اترې، چې پرون پیل شوې، مهمې وبللې او ویې ویل، چې دا یو بشپړ سند دى او له افغانستان سره به په ټولو برخو کې د اروپا همکارۍ په کې شاملې وی.
په خبرپاڼه کې راغلی دی، چې د سوېډن د باندینیو چارو وزیر د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ وښود او ډاډ یې ورکړ، چې له افغانستان څخه د سویډنی ځواکونو له وتلو څخه وروسته به دا هېواد د افغانستان په ملکی برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوی.
سویډن په افغانستان کې د ایساف تر چتر لاندې 500 سرتېری لری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.