خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/23 0:0کد خبر: 9156

د لوګر ولایتی شورا د پنجوایی د پېښې په غبرګون خپله دروازه وتړله

د لوګر ولایتی شورا د پنجوایی د پېښې په غبرګون خپله دروازه وتړله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د لوګر ولایتی شورا د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو له لوری د ملکی کسانو د وژلو په غبرګون، خپله دروازه د درېیو ورځو لپاره وتړله او یادې پېښې د عاملینو د علنی محاکمې غوښتونکی شول. امریکایی ځواکونو دوه شپې وړاندې د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالۍ په زنګ اباد سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 16ملکی وګړی په خپلو کورونو کې و وژل او پنځه نور یې ټپیان کړل. د لوګر د ولایتی شورا غړو نن (د کب 23مه) د دې ترڅنګ چې دا پېښه یې په کلکه وغندله، د درېیو ورځو لپاره یې د شورا دروازه هم وتړله. د لوګر د ولایتی شورا رییس عبدالولی پژواک اژانس ته وویل، چې د کندهار پېښه ډېره دردوونکی وه او دوى سخت اغېزمن کړی دی. د هغه په وینا، دوى هم د شورا د دروازې په تړلو د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمرازی ښودلې ده. وکیل زیاته کړه: ((د دې قضیې عاملین باید مجازات شی، څو په راتلونکی کې د داسې پېښو له رامنځته کېدو مخه ونیول شی.)) د لوګر د ولایتی شورا یوه غړی حاجی دورګل پژواک ته د یادې پېښې د غندلو ترڅنګ وویل: ((امریکایی ځواکونو څو ځلې داسې کړنې ترسره کړې او یواځې بښنه یې پرې غوښتې.)) نوموړی زیاته کړه، چې خلک باید چپ پاتې نه شی او د یادې قضیې عاملین باید محاکمه شی، څو په نورو ولایتونو کې د داسې کړنو مخه ونیول شی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ولایتی شورا د دروازې تړل، د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ لپاره دی. د لوګر ولایت اوسېدونکی هم د یادې پېښې د غندلو ترڅنګ د هغې عاملینو ته د سزا غوښتونکی دی. د پل علم ښار یوه اوسېدونکی جاوید پژواک ته وویل: ((دا ناممکنه ده، چې یو امریکایی سرتېرى د شپې له خوا یواځې له کمپ څخه ووځی.)) د هغه په ګومان، باید د یادې دردوونکی پېښې عاملین ژر تر ژره مجازات شی، څو نورو ته د عبرت درس وی. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر یې د ټیلېفونی اړیکو په ترڅ کې کرزی ته ویلی، چې د یادې پېښې موضوع به په جدی توګه وڅېړی او عدالت به په کې تامین کړی. د امریکا دفاع وزیر ویلی، چې د یادې پېښې عاملین به مجازات شی. ولسی جرګې هم د یادې پېښې په غبرګون کې تېره ورځ خپله دروازه د یوې ورځې لپاره وتړله.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.