خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
اوباما: له افغانستانه به د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار وانخلو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د امریکا ولسمشربارک اوباما وایی، په کندهار کې د یوه امریکایی پوځی له لوری د شپاړس تنو ملکی افغانانو د وژنې له کبله به نړیوال ځواکونه له افغانستانه په وتلو کې له بیړې کار وانخلی.
په کندهار کې د امریکایی پوځی د جنایت له کبله افغانان سخت پارېدلی دی او ګڼو رسنیو اټکل کړی چې ممکن د پنجوایی پېښه له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د وتلو نېټه رامخکې کړی.
خو ولسمشر بارک اوباما، چې د امریکا له خبری رسنیو سره ږغېده، وویل چې له افغانستانه به نړیوال ځواکونه په وتلو کې مسوولانه چلند وکړی. د ده اشاره دې ته وه چې افغانستان به په داسی حال کې پرې نږدی چې دا هیواد بیا د تروریستانو لاس ته ولوېږی او په دې هیواد کې د تېرو لسو کلونو پرمختګونه او بریاوې بریادې شی.
اوباما وویل چې نړیوال ځواکونه باید ډاډه شی چې افغانان خپلې پولی ساتلی او امنیت ټینګولی شی او دې هیواد ته د القاعده د بیا تګ امکان نشته.
ده (ی کې اې) تلویزیونی چاینل ته وویل چې د کندهار پېښې د ده زړه مات کړ، دا ډېره غمجنه پېښه وه.
اوباما د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دې پېښې په خاطر باید له افغانستانه د ځواکونو د ژر ایستلو فکر ونه کړی، وویل:«دا زما اراده لا کلکوی چې خپل پوځیان له افغانستانه راوباسو. خو هغه کار چې نه غواړم ویې کړم هغه له افغانستانه د پوځیانو په ایستلو کې له بیړې کار اخیستل دی.»
پنیتا د امریکایی پوځی د اعدام امکان شته
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا وویل، که پر امریکایی پوځی د شپاړس تنو بې ګناه ملکیانو قتل ثابت شو، ممکن هغه اعدام شی.
ده وویل چې د امریکا په پوځی محکمه کې به تورن کس محاکمه شی.
کله چې له پنیتا څخه وپوښتل شول چې دغه پوځی په خپله له وژنو وروسته ځان تسلیم کړی نو په دې کې د جرم د اعتراف لپاره نور څه پاتې دی، ده وویل:«ما ته هم دغسی ښکاری چې قضیه همداسی ده.»
پنیتا، چې قرغیزستان ته د سفر په مهال له خبریالانو سره خبرې کولې، په عین حال کې وویل، د مجرم ثابتېدو په صورت کې د تورن لپاره د اعدام د حکم د صادرېدو امکان شته.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.