خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/27 0:0کد خبر: 9212

قاتل سرتېرى امریکا ته ورسول شو

قاتل سرتېرى امریکا ته ورسول شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د امریکا دفاع وزارت د هغه سرتېری په اړه معلومات په ډاګه کړل، چې تېره اونۍ یې په کندهار ولایت کې 16 عام افغانان ووژل. د دفاع وزارت یوې سرچینې،چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، د کب په 27مه په واشنګټن کې رسنیو ته ویلی، چې دغه سرتېرى رابرټ بېلز نومېږی او 38 کلن دى. سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی له دې مخکې دوه ځلې په عراق کې پوځی دنده ترسره کړې او په دې وروستیو کې افغانستان ته لېږل شوى و. امریکایی رسنیو ویلی، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کې د 16 عامو افغانانو له وژلو وروسته په پټه توګه دغه سرتېرى لومړى کویټ او بیا له دغه ځایه د امریکا د کنساس هوایی ډګر ته لېږدول شوى او تر څارنې لاندې دى. یاد سرتېرى په داسې حال کې امریکا ته لېږدول شوى، چې د افغانستان ملی شورا او د کندهار ولایت ځایی چارواکو او اوسېدونکو غوښتنه کړې وه، چې یاد سرتېرى دې په افغانستان کې محاکمه شی. تېره ورځ هغه پلاوی، چې د دې پېښې د څېړنو په موخه کندهار ته لېږدول شوى و، ولسمشر ته خپل راپور ورکړ او زیاته یې کړه، چې امریکایی افسرانو ورسره په پلټنه کې مرسته نه ده کړې. ولسمشر حامد کرزی پر دې پېښې خپل کلک غبرګون وښود او د امریکا له حکومت یې وغوښتل، چې خپل ځواکونه د افغانستان له کلیو او بانډو څخه وباسی. یاد سرتېری د پنجوایی په زنګاوات کې 16 بې ګناه کسان و وژل، چې له ډلې یې نهه ماشومان وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.