خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
عطامحمد نور په بلخ کې شوی پرمختګونه بې سارې وبلل

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
د بلخ والی عطا محمد نور، 1390 کال په دغه ولایت کې د شویو پرمختګونو، فرهنګی او امنیتی لاس ته راوړنو له امله د سولې کال وباله.
نوموړی، چې په مزارشریف کې یې د 1391لمریز د نوروز جشن د پیل په مراسمو کې خبرې کولې، وویل چې په تېر کال (1390) کې په بلخ ولایت کې د بیارغونې، امنیتی او کلتوری برخو کې کارونه شوی دی.
په مزارشریف کې د نوروز جشن د حضرت علی (ع) په روضه کې د جنډې په پورته کولو نن پیل شو.
دغه جنډه د نوی 1391لمریز کال د وری د لومړۍ ورځې په لسو بجو او 45 دقیقو له ملی سرود او ویناوو وروسته په پوځی پرېډ سره په داسې حال کې، چې د توپ ډزې هم کېدې ، ودرول شوه.
په نننیو مراسمو کې د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمدقسیم فهیم، د بلخ والی عطامحمد نور، په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د سفارتونو استازو او د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه خلکو ګډون درلود.
د بلخ والی د جنډې له پورته کېدو مخکې، په خپله وینا کې تېر کال په هر اړخیزه توګه بریالى او د افغان ولس لپاره مهم کال وباله.
نوموړی وویل، چې تېر کال د بیارغونې، کلتوری، پرمختیایی او پراختیایی برخو کې ډېر زیات کارونه ترسره شوی دی.
د هغه په وینا، په دغه کال کې د 129زره امریکایی ډالرو په لګښت د حیرتان بندر او مزارشریف هوایی ډګر تر منځ 75 کیلومتره د رېل کرښه جوړه شوې، د 30 میلیونو یورو په لګښت د هوایی ډګر ځغاست لیکه (رنوې) جوړه شوې او د 50 میلیونو یورو په لګښت د دغه هوایی ډګر ترمینل د جوړېدو په حال کې دى.
همداراز یې د بلخ ولایت د مقام د ودانۍ د کار د پیل یادونه هم وکړه، چې د روان کال په ترڅ کې به په پنځو پوړونو کې جوړه شی.
والی د بیارغونې په برخه کې د مزار ښاروالۍ هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د همدې ښاروالۍ او د مرکزی دولت د بودجې په لګښت له تېر کال راهیسې په مزارشریف کې د 55 کیلومتره ښاری سړکونو د قیر کولو چارې پیل شوی، چې په روان کال کې به یې چارې بشپړې شی.
دغه راز نوموړی د روغتیایی اسانتیاوو د برابرولو په اړه وویل، چې د المان هېواد له خوا د 12میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت په مزارشریف کې د هېواد په کچه روغتون جوړ شوى او په لرې پرتو سیمو کې 7 روغتیایی کلینیکونه جوړ شوی دی.
د ده په وینا، په بلخ ولایت کې د تېر کال په ترڅ کې د نورو هڅو تر څنګ د پوهنې په برخه کې د شویو کارونو په ترڅ کې 35 ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دی.
نور د دغه ولایت حیرتان بندر د هېواد په کچه له مهمو بندرونو څخه وګاڼه او زیاته یې کړه، چې هر کال زیات شمېر عواید د مرکزی دولت خزانې ته د دغه بندر له لارې زیاتېږی.
نوموړی زیاته کړه، چې د تېر کال په اوږدو کې له دغه بندر څخه 22میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوی دی.
د بلخ والی وویل، چې د تېر کال په ترڅ کې د کرنې په برخه کې د شویو کارونو په لړ کې 9زره باغونه کېښودل شوی، پر 3100جریبه ځمکه پسته کرل شوې او 27زره اړو کورنیو ته خوراکی او د سون توکی ورکړل شوی دی.
نوموړی د امنیتی لاس ته راوړنو په اړه وویل، چې دمګړۍ د دغه ولایت ټولې امنیتی چارې په پوره توګه د افغان ځواکونو په لاس کې دی.
د هغه په وینا، په بلخ کې د امنیت د لېږد لومړۍ دوره په بریالیتوب بشپړه شوې او دویمه یې هم د دغه ولایت د اوسېدونکو په ملاتړ په بریالیتوب روانه ده.
نور وویل، چې بلخ د هېواد په کچه د ملی یووالی یو ښه سمبول دى، چې بېلا بېل قومونه په کې په ګډه سوله ییز ژوند کوی او د دولت ملاتړی دی.
نوموړی د 1390لمریز په ترڅ کې د شویو کارونو له امله بلخ د سولې ولایت وګاڼه.
د نوروز جشن د پیل په مراسمو کې د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، هېوادوالو ته د نوی کال مبارکی وویله او هیله یې څرګنده کړه، چې په نوی کال کې به په هېواد کې روانې جګړې پاى ته ورسېږی او د افغانانو لپاره به د خوښیو او بریالیتوب کال وی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.