خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/01 0:0کد خبر: 9256

عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهیم دا اړتیا وبلله

عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهیم دا اړتیا وبلله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د بلخ والی وویل چې په هېواد کې د سولې روانه پروسه باید د تېرو لسو کلونو هر اړخیزې لاس ته راوړنې زیانمنې نه کړی؛ خو د ولسمشر لومړی مرستیال دغه پروسه د هېواد اړتیا او د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنو ساتونکې وبلله. نوموړو لوړپوړو چارواکو دغه څرګندونې په مزارشریف کې د نوی کال (1391) د نوروز جشن په ویاړ مراسمو کې د حضرت علی (ع) په روضه کې د جنډې له پورته کېدو مخکې د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې. په مزارشریف کې د نوروز جشن د حضرت علی (ع) په روضه کې د جنډې په پورته کولو پیل شو. دغه جنډه د نوی 1391لمریز کال د وری د لومړۍ ورځې په لسو بجو او 45 دقیقو له ملی سرود او ویناوو وروسته په پوځی پرېډ سره په داسې حال کې، چې د توپ ډزې هم کېدې، ودرول شوه. په نننیو مراسمو کې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمدقسیم فهیم، د بلخ والی عطامحمد نور، په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د سفارتونو استازیو او د هېواد له ګوټ ګوټ خخه راغلو خلکو ګډون درلود. د بلخ والی د جنډې له پورته کېدو مخکې، په خپله وینا کې تېر کال په هر اړخېزه توګه بریالى او د افغان ولس لپاره مهم وباله. خو نوموړی وویل، چې افغانان باید له سیاسی پلوه له 2014 زېږدیز وروسته مهال لپاره په پورته توګه چمتووالى ولری. د هغه په وینا: ((که چېرې ځان سمبال او ځېرکتیا پیدا نه کړو؛ نو له ګڼو ستونزو سره مخ کېدى شو.)) نور وویل، چې په هېواد کې تېرې زنځیری وژنې او په ترڅ کې یې د سولې د عالی مشر استاد برهان الدین ربانی وژنه نه زغمېدونکې دی. ده زیاته کړه: ((د زنځیری وژنو او په ځانګړې توګه د جهاد او مقاومت رهبر استاد ربانی برهان الدین ربانی د شهادت عاملین باید ونیول شی او محکمه شی.)) نوموړی په هېواد کې د سولې د روانې پروسې مشروط ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې د سولې روانې هڅې باید د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنې زیانمنې نه کړی. د هغه په وینا، د سولې په پروسه کې باید د افغانستان د ټولو خواوو اوسېدونکی، ټول قومونه، سیاسی ډلې او جهتونه شامل وی. نور وویل، چې د هېواد اساسی قانون، د بشر حقونه، د بیان ازادی او د تېرو لسو کلونو د هڅو په ترڅ کې د ښځو د حقونو ساتنه باید د سولې د پروسې په ترڅ کې هېرې نه شی. خو د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، چې په همدې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، د سولې روانه پروسه د هېواد د سیاسی ثبات لپاره اړتیا وبلله. نوموړی زیاته کړه، چې دوى هر هغه مخالف افغان ته چې له القاعدې سره اړیکې پرې کړی او د هېواد اساسی قانون ته ژمن پاتې شی، د سولې لپاره لاس اوږدوی. د هغه په وینا، د سولې روانه پروسه به نه یواځې دا چې د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنې زیانمنې نه کړې، بلکې وبه یې ساتی. مارشال فهیم په عمومی توګه د هېواد حالت ډاډمن وباله او تېره لس کلنه دوره یې د پرمختګ دوره وګڼله.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.