خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغانستان د بګرام او پنجوایی پېښو دکره څېړنې غوښتنه وکړه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایی ،چې دکابل او واشنګټن د ښو اړیکو لپاره باید امریکا د بګرام او پنجوایی د پېښو کره څېړنه وکړی.
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول دغه څرګندونې تېره شپه په واشنګټن کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلری کلنټن سره د لیدنې پر مهال کړې دی.
ډاکټر زلمی رسول له دې لیدنې وروسته په یوه خبری غونډه کې وویل، چې افغانان هم دا غواړی ، چې امریکا باید دیادو پېښو کره او د باور وړ څېړنه وکړی.
نوموړی زیاته کړه چې دافغانستان حکومت او افغانان د یادو پېښو کره څېړنو او په دې پېښو کې لاس لرونکو ته د سمې سزا غوښتونکی دی.
د هغه په وینا، له دغه کار سره د امریکا او افغانستان پر اړیکو د افغان ولس باور نور هم زیاتېږی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلنټن وویل ، چې د بګرام او پنجوایی له پېښو وروسته د امریکا او افغانستان اړیکې له ستونزمنو حالاتو څخه تېرېږی.
هغې زیاته کړه،چې له یادو پېښو وروسته امریکا د افغانستان د حکومت او خلکو غبرګون او احساساتو ته درناوى لری.
تېره میاشت په بګرام کې د امریکایی سرتېرو لخوا دقران کریم د نسخو له سوځولو وروسته د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له تاوتریخوالی ډک لاریونونه وشول ، چې له امله یې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز تېره اونۍ امریکایی سرتېریو د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کې د عامو وګړیو پر کورونو برید وکړ او د نهو ماشومانو په ګډون یې 16 تنه بې ګناه افغانان ووژل .
امریکا د یادو پېښو د څېړنو اعلان کړى، خو د بګرام له پېښې یوه میاشت پوره شوه، خو ترې اوسه یې د څېړنو پایلې نه دی اعلان شوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.