خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/05 0:0کد خبر: 9317

د پوهنې وزیر ((ښوونځی ته د لاسرسی د درې کلن حشر)) خبر ورکړ

د پوهنې وزیر ((ښوونځی ته د لاسرسی د درې کلن حشر)) خبر ورکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

د افغانستان د پوهنې وزارت ((ښوونځی ته د لاسرسی د درې کلن حشر)) اعلان وکړ او ویې ویل، چې په دې موده کې به له شرایطو سره برابر ټول زده کونکی په ښوونځی کې شامل شی. د پوهنې وزیر غلام فاروق وردگ، چې د نوی ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې یې په کابل کې خبرې کولې وویل، چې دمګړۍ د افغانستان 34سلنه ماشومان ښوونځیو ته لاسرسى نه لری. سرچینې یادونه وکړه، چې دغه مهال د هېواد په کچه 557 ښوونځی د نا امنیو له امله تړلی او دغه کار لامل شوى، چې په شرایطو برابر دوه سوه زره ماشومان له پوهنې څخه بې برخې شی. نوموړی له علماوو، قومی مخورو او افغان ولس څخه وغوښتل، څو پوهنې ته د لاسرسی د درې کلن حشر له پروګرام سره همکاری وکړی. همدارنګه نوموړې د دولت له وسلوالو مخالفینو وغوښتل، څو افغان بچیان د پوهنې له حق څخه بې برخې نه کړی او د پوهنې له نظام سره همکاری وکړی. د هغه په وینا، په روان کال کې 1،3 میلیونه ماشومان په عمومی ښوونځیو کې شامل شوی او اټکل کېږی، چې د وری په میاشت کې ((یولس زره)) نوی ښوونکی پر دندو وګومارل شی. د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې 8،4 میلیونه ماشومان، چې 39سلنه یې نجونې دی، په ښوونځیو کې شامل شوی او دغه مهال په هېواد کې ټولټال 190زره ښوونکی دندې پرمخ وړی. ښوونکو ته به د رتبو او معاشاتو د پروګرام له مخې له ارزونې څخه وروسته له ((6000 زره تر 22 زرو افغانیو)) پورې معاش ورکول کېږی. هغه ښوونکی چې د رتبو او معاشاتو په پروګرام کې تر اوسه شامل شوی نه دی، تنخوا یې له 4000 – تر 6000 افغانیو پورې ده. وردګ همداراز وویل، چې له 1385کال راپه دېخوا د هېواد په کچه د4900 ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوی دی او د 1800 ښوونځیو د ودانیو پر جوړولو کار دوام لری. سرچینې زیاته کړه، چې په روان کال کې به په هېواد کې د 1029ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شی. هغه د ښونځیو لپاره د ودانیو نه شتون لویه ستونزو وبلله او ویې ویل، چې د اړتیاوو زیاتېدو ته په پام سره، لس زره نورو نویو ښوونځیو ته اړتیا شته، چې د پوهنې وزارت د دې اړتیا د پوره کولو په خاطر خپلې هڅې زیاتوی. سرچینې زیاته کړه، چې دمګړۍ په هېواد کې 14600 ښوونځی فعالیت کوی، چې پنځوس سلنه یې ودانې نه لری، تر خېمو لاندې او په نا مناسبو ځایونو کې د زده کړو چارې ترسره کوی. نوموړی له ولسمشر حامد کرزی څخه، چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړى و، وغوښتل، څو د دې ستونزې د هوارولو په خاطر، پوهنې وزارت ته ځمکه په اختیار کې ورکړل شی. وردګ وویل، چې دغه مهال په 230 ولسوالیو کې ښځینه ښوونکې، چې له 12 ټولګی څخه لوړې زده کړې ولری، شتون نه لری او د هېواد په 159 بېلابېلو ولسوالیو کې، نجونې له نهم ټولګې څخه په لوړو ټولګیو کې، له شمولیت څخه بې برخې دی. خو سرچینې په ډاګه کړه، چې یاد وزارت په نا امنو ولایتونو کې د ښځینه ښوونکو د جذبولو په خاطر، د ښځینه ښونکوو لپاره امتیازی معاش په پام کې نیولى دى، څو یاده ستونزه هواره شی. نوموړی د مسلکی ښوونکو د کمښت په اړه وویل، چې اوسنی شته 41سلنه ښوونکی د څوارلسم پاس او تر دې لوړې زده کړې لری، خو دمګړۍ 56 زره ښوونکی په دارالمعلمینونو کې پر زده کړو بوخت دی. د پوهنې وزیر وویل، چې د سږنی کانکور له ګډونوالو څخه 60زره تنه یې د پوهنې وزارت د نیمه لوړو زده کړو په موسسو کې جذبوی. هغه وویل، چې دغه مهال 700زره تنه د لیک لوست په کورسونو کې د سواد پر زده کړه بوخت دی، چې 330زره به یې په روان کال کې له دغو کورسونو څخه فارغ شی. فاروق وردګ زیاته کړه، چې د هېواد په کچه 9،5 میلونه تنه، چې له پنځلسو کلنو او تر هغه لوړ عمر لرونکی دی، د لیک لوست له نعمت څخه بې برخې دی. د پوهنې وزیر وویل، چې په روان کال کې هغو 11 ولایتونو ته، چې د پوهنې په برخه کې زیات کار ته اړتیا لری، ډېر پام ور واړوی. نوموړی د دغو ولایتونو نومونه وانه خیستل.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.