خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
نوى ښوونیز کال د ولسمشر لخوا په زنګ وهلو پیل شو

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
کرزی د نوی ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د دولت له وسلوالو مخالفینو وغوښتل، چې ښوونکو او زده کوونکو ته دې زیان نه رسوی او په هېواد کې دې د ښوونې او روزنې د پرمختګ مخه نه نیسی.
ولسمشر کرزی د کابل ښار په امانی لېسه کې د دغو مراسمو په ترڅ کې د ښوونځیو له جوړولو سره مخالفت له دین او کولتور سره مخالفت وباله او ویې ویل، هغه کسان چې دغه کار کوی، غواړی افغانستان د تل لپاره بېچاره او احتیاج وی.
کرزی وویل: ((کوم کسان چې د ښوونې او روزنې مخالف دی، غواړی چې افغانستان غلام، د ګاونډیو او لرې پرتو خلکو محتاج پاتې شی.))
هغه له عالمانو او قومی مشرانو وغوښتل، چې د پوهنې په پیاوړتیا کې هڅه وکړی او د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږی، چې د هېواد له پوهنې سره دښمنی لری.
د پوهنې وزارت چارواکی وایی، چې اوس مهال د نا امنیو له امله 557 ښوونځی تړلی دی او د وروستیو کلونو په ترڅ کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا څو ښوونځی سوځول شوی دی.
همدارنګه ولسمشر کرزی په نننی مراسمو کې له عالمانو وغوښتل، چې خلک وهڅوی، چې خپل ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې ښوونځیو ته ولېږی.
کرزی د پوهنې په برخه کې پرمختګونو، لکه د ښوونځیو او زده کوونکو زیاتېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په روان کال کې باید د پوهنې کمیت ته پاملرنه وشی.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې په 14600 ښوونځیو کې 8،4 میلیونه ماشومان زده کړې کوی او د روان کال په پیل کې 1،3 میلیونه ماشومان ښوونځیو ته شاملېږی.
کرزی وویل، چې په روان کال کې له هېواده بهر زده کړو ته د زمینې برابرولو لپاره لس میلیونه امریکایی ډالر ځانګړی شوی دی او ټاکل شوې، چې زر تنه د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر واستول شی.
تېر کال د دې برخې لپاره پنځه میلیونه ډالر ځانګړی شوی وو او 500 تنه د لوړو زده کړو لپاره ترکیې او هندوستان ته واستول شول.
حامد کرزی د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له چارواکو وغوښتل، څو خصوصی تحصیلی موسسې تر کنټرول لاندې ولری او هڅه دې وکړی، چې کیفیت یې لوړ شی.
کرزی وویل: ((یوه کورنۍ زیار باسی او خپل اولادونه ښوونځی ته استوی، پیسې ورته ورکوی، چې ولاړ شه درس ووایه، باید ورته سم درس ورکړل شی.))
ولسمشر د هېواد له بډایو خلکو وغوښتل، څو د پوهنې په برخه کې پانګونه وکړی او له دې لارې د پوهنې د وضعیت په ښه کېدو کې برخه واخلی.
هغه له ټولو زده کوونکو او محصلینو وغوښتل، څو د مورنۍ ژبې د زده کړې ترڅنګ د بهرنیو ژبو د زده کړې په برخه کې هم هڅه وکړی.
نوموړی د ښوونځیو زده کوونکو ته په خطاب کې وویل، چې د دولت وظیفه د تحصیل د زمینې برابرول دی او د زده کوونکو مکلفیت دا دى، چې له دې زمینې نه سمه ګټه پورته کړی.
حامد کرزی د هغو ماشومانو یادونه وکړه، چې په دې وروستیو کې په کندهار او کاپیسا کې د بهرنیو ځواکونو له خوا و وژل شول.
هغه زده کوونکو ته په خبرو کې وویل: ((د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو په یاد، چې په دې خاوره کې شهیدانیږی، ځاى یې په جنت کې دى او له جنت نه تاسو ته ګوری، چې ایا زموږ هېواد پر مخ بیایی او که نه، ستاسو هڅې د هغوى روح خوشحالوی، نو هڅه وکړئ او درس ووایئ.))
کرزی د هغو افغان ځوانانو ستاینه وکړه، چې لاسته راوړنې یې درلودې او مډالونه یې ترلاسه کړی دی او زیاته یې کړه: ((د کرکټ په سیالو کې مو کاناډا ته ماتې ورکړه، په فوټبال کې مو هندوستان ته هم ماتې ورکړې وه، خو درغلی یې وکړه، که چېرې همداسې دوام ورکړو، نو امریکا هم ګټو.))
کرزی په نننیو مراسمو کې وویل، ټاکل شوې د ((نایب خېل)) په نوم یو افغان ډاکټر، چې په کاناډا کې ژوند کوی، په هېواد کې د زړه د ناروغیو ملی انسټیټیوټ جوړ کړی، چې له هغه وروسته به د دې اړتیا نه وی، چې د زړه ناروغیو د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شو.
ولسمشر کرزی د نننیو مراسمو په پاى کې د ښوونځی د زنګ په وهلو سره نوى 1391ښوونیز کال رسماً پیل کړ.
په یادو مراسمو کې د دولت سلګونو لوړپوړو چارواکو، ښوونکو، دینی عالمانو او زده کوونکو ګډون درلود.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.