خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/05 0:0کد خبر: 9319

په مشرانو جرګه کې د اروزګان پخوانى غړى ووژل شو

په مشرانو جرګه کې د اروزګان پخوانى غړى ووژل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

امنیتی چارواکی وایی، چې په مشرانو جرګه کې د اروزګان پخوانى غړى د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې له دوو ساتونکو او یوه قومی مشر سره ووژل شو. د اروزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید عایل نن (د وری 5 مه) پژواک اژانس ته وویل، چې پر شاوخوا دوولس نیمو بجو د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د ده یک په سیمه کې په مشرانو جرګه کې د دې ولایت پخوانى غړى حاجی خیرو جان د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو. د هغه په وینا، په دې پېښه کې له حاجی خیرو جان سره یو ځاى د اروزګان یو قومی مشر حاجی شرف الدین او دوه پولیس ، چې د پخوانی سناتور ساتونکی وو، هم ووژل شول. نوموړی وویل، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې پخوانى سناتور خیرو جان له ترینکوټ ښار څخه د خپل کلی ده یک پر لور روان و. د ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر دویم څارن ګل اغا پژواک اژانس ته وویل، چې دوى د وژل شویو کسانو جسدونه د اروزګان ملکی روغتون ته لېږدوی او له هغه وروسته به یې خپلو کورنیو ته وسپاری. د ده په وینا، په یاده سیمه کې تل وسلوال طالبان د سړک پر غاړه ماینونه ځاى پر ځاى کوی. د دې پېښې مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخیستى. د یادونې ده ، چې څو میاشتې مخکې په ولسی جرګې د اروزګان د خلکو استازى هاشم وطنوال او پخوانى والى جان محمد خان په کابل کې د ځانمرګیو بریدکوونکیو لخوا وژل شوی وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.