خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د پکتیکا والی د دې ولایت امنیت د ډاډ وړ وباله

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
د پکتیکا والی په دې ولایت کې امنیت د ډاډ وړ وباله او ویې ویل، چې امنیتی ځواکونه د امنیت په ټینګښت برلاسی دی او د پراختیایی پروژو پلی کولو ته لاره هواره ده.
د پکتیکا والی محب الله صمیم، نن (د وری 6مه) په یوه خبری غونډه کې وویل چې د افغان امنیتی ځواکونو د وړتیا لوړېدل، امنیتی ارګانونو سره د ایساف او غیر پوځی ادارو همغږی او د خلکو همکاری د دې لامل شوی، څوامنیت ورځ تر بلې ښه شی.
صمیم زیاته کړه، چې د سیمه ییزو پولیسو رامنځ ته کېدل د امنیت په ټینګښت کې مهم نقش لوبوی او څه باندې 1200 سیمه ییز پولیس په دې ولایت کې ګومارل شوی دی.
هغه وایی، چې امنیتی ځواکونه سمبال شوی دی او کولى شی له بهرنیو ځواکونو څخه په ښه توګه امنیت په غاړه واخلی.
د امنیتی مسوولیتونو لېږد د 1390 کال په چنګاښ میاشت کې پیل او د دوو پړاوونو په ترسره کېدو، د یو شمېر ولایتونو امنیتی مسوولیت له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتى ځواکونو ته سپارل شوى، چې پکتیکا تر دې دمه په کې شامل نه ده.
امنیتی مسوولیت به په ټول هېواد کې تر 2014زېږدیز کال پورې له بهرنیو ځواکونو څخه افغانانو ته وسپارل شی.
د پکتیکا والی وایی، چې وسلوال مخالفین په دې ولایت کې ثابت مرکزونه نه لری او له امنیتی ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان هم نه لری.
صمیم زیاته کړه: ((اوس هم محدود شمېر امنیتی ستونزې شتون لری، پکتیکا له پاکستان سره ګډه پوله لری او وسلوال مخالفین په لږ موده کې د پولې له اخوا راځی او په لږ وخت کې بېرته له پولې وراوړی.))
نوموړی د سولې په اړه وویل، چې تېر کال یې له وسلوالو مخالفینو سره په نېغه او غیر مستقیمه توګه اړیکې نیولې او ګڼ شمېر مخالفین د سولې له پروسې سره یوځاى شوی، چې د امنیت په ټینګښت یې مثبت اغېز ښندلى دى.
د پکتیکا والی وایی، چې په دې ولایت کې د مخالفتونو کچه راټیټه شوې ده او هڅه کېږی، چې په روان کال کې مخالفین قانع شی، څو له مخالفت څخه لاس په سر او د سولې له بهیر سره یوځاى شی.
هغه زیاته کړه، چې تېر کال د امنیت په ټینګښت سره د ښې حکومتوالۍ، د قانون د تطبیق، د روغتیا، پوهنې او کرنې په برخو کې پراختیایی پروژو پلې شوې او 159 میلیونه امریکایی ډالر پرې لګول شوی دی.
صمیم زیاته کړه، چې دا پیسې د وزارتونو د ریاستونو په ودانیو، یوه لوبغالی، د ملی راډیو ټلویزیون په ودانۍ، د څه باندې 70 کیلومتره سړک پر پخولو، د عامه نظم د پولیسو په ودانۍ او نورو پروژو لګول شوی دی.
نوموړى وایی، چې تېر کال د مامورینو لپاره ښارګوټى هم جوړ شوى او څه باندې زرو کسانو ته په کې نومرې وېشل شوې دی.
د پکتیکا والی زیاتوی، چې په روان کال کې د پراختیایی پروژو د پلی کولو په باب یې د دې ولایت لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان برابر کړى او د خلکو غوښتنو او لومړیتوبونو ته په کې پاملرنه شوې ده.
صمیم زیاته کړه، چې د پوهنې په برخه کې هم پرمختګ شوى او له دې جملې څخه تېر کال له دولسم ټولګیو څخه له څه باندې 600 فارغ شوو زده کوونکو نه دکانکور ازموینه واخیستل شو ه،چې 85 سلنه یې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو کې جذب شوی دی.
هغه وویل، چې د پکتیکا ټول ښوونځی فعال دی او دا مهال د 17زرو نجونو په ګډون 124زره زده کوونکی ښوونځیو ته ځی.
د پکتیکا والی یادونه وکړه، چې هغوى د دې ولایت د اوسېدونکو غوښتنې د یوې مصوبې په ترڅ کې وزیرانو شورا ته استولی، چې مهمې برخې یې د سړکونو، بندونو او کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول او د مسلکی ښوونکو ګومارلو د پروژو پلی کول دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.