خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/06 0:0کد خبر: 9352

طالبانو د نورستان په کامدېش کې لسګونه پاکستانۍ کورنۍ ځاى پرځاى کړې

طالبانو د نورستان په کامدېش کې لسګونه پاکستانۍ کورنۍ ځاى پرځاى کړې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

نورستانی چارواکی وایی، چې د امر بامعروف او نهی عن المنکر په نوم د پاکستانی وسلوالو طالبانو یوه ډله په زور سره د سیمې اصلی استوګن له کامدېش ولسوالۍ څخه باسی او پر ځاى یې پاکستانۍ کورنۍ مېشتوی. د نورستان د والی ویاند محمدزرین د وری په 6مه پژواک خبری اژانس ته وویل، د پاکستانی طالبانو دغه ډله، چې پر سیاه پوشانو مشهور شوې، د کامدېش ولسوالۍ د بازګل او پتې ګل په کلیو کې له څو ورځو راهیسې د ملکی وګړو پر ځورونه بوخته ده. هغه زیاته کړه، چې دغې ډلې د ختیځ نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې هم نفوذ کړى دى. د والی ویاند وویل، چې د یادې ډلې وسلوالو د کامدېش په بازګل کلی کې څلور هغه کورونه سوځولی، چې د کورنۍ غړو یې په دولت کې دندې درلودې. د زرین په وینا، د کامدېش ولسوالۍ درې کلی د دولتی ځواکونو او پاتې نور د وسلوالو مخالفینو په لاس کې دی. نوموړى وایی، چې دغې ډلې څو پاکستانۍ کورنۍ په کامدېش ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى کړې او وسلوال یې د سیمې له خلکو څخه پیسې او خوراکی توکی د ټوپک په زور اخلی. زرین وویل، چې دغه وسلواله ډله د برګمټال په بدموک کلی کې پر ملکی وګړو زور زیاتى کوی او له پولیسو سره یې اخ وډب هم رامنځ ته شوى دى. د نورستان د والی ویاند وویل، چې ولایتی اداره یې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره په دې اړه خبرې کړې دی. د نورستان مرستیال والی قاضی محمدنبی احمد پژواک اژانس ته ومنله، چې دغه وسله واله ډله په ختیځ نورستان کې پیدا شوې ده. احمدی وویل، چې د کامدېش ولسوالۍ په ګوردېش، بازګل، کورموړ، کومو او یو شمېر نورو سیمو کی پټ مخې وسلوال، خلک وهی او ټکوی یې او د مرګ ګواښونه ورته کوی. نوموړی زیاته کړه، چې د هغو خلکو په اړه کره معلومات نه لری، چې څومره کورونه یې سوځول شوی او لوټ شوی دی. په ولسی جرګه کی د نورستان د خلکو استازی مولوی احمدالله موحد پژواک ته وویل، چې د یادې ډلې له وېرې د کامدېش او برګمټال لسګونه کورنۍ کونړ ولایت ته کوچېدلې دی. نوموړی دا هم وویل، چې د دغې ډلې وسلوال د پاکستان له لوری نورستان ته را اوښتی دی. د نورستان د ولایتی شورا رییس عنایت الله مذهبیار اندېښنه څرګنده کړه، چې دغه وسلواله ډله به د خلکو نور کورنه هم وسوځوی او خلک به اړ شی، چې د دوى له لوری د څلوېښت او پنځوس لکو افغانیو جریمې له امله خپل اولادونه له دولتی دندو را وباسی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ددغې ډلې په اړه ناخبرې وښوده،خو زیاته یی کړه چی په اړه به یې پلټنې وکړی. د یادونې ده، چې دوه میاشتی وړاندې د نورستان چارواکو په کامدېش او برګمټال کې د پاکستانی دولت له لوری د پېژندپاڼو د وېشلو خبر هم ورکړى و.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.