خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
برګمټال کې 25 وسله وال مخالفین وژل شوی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
ایتلافی ځواکونه د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د پینځه وېشتو وسله والو طالبانو د وژلو دعوه لری، خو طالبان وایی وژل شوی پینځلس تنه ټول ولسی خلک دی.
په ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی ادارې کلید ته وویل، چې پر برګمټال یې درانه پوځی عملیات پیل کړی، چې تر اوسه د دولت پینځه ویشت وسله وال مخالفین پکې وژل شوی.
د نورستان امنیې قومندان جنرال محمد قسیم پیمان بیاوایی، چې هلته عملیات نه دی شوی او یوازې له نن سهاره وسله والو طالبانو پر برګمټال بریدونه کړی.
د نورستان والی جمال الدین بدر بیا وایی د برګمټال وروستیو جګړو کې د شپږو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپی کېدو ترڅنګ دولتی غاړې ته هم مرګ، ژوبله اوښتې، خو دى یې له کره شمېرې نه دى خبر.
د نورستان د ولایتی شورا رئیس عنایت الله مذهبیار هم کلید ته په برګمټال کې د درنې جګړې خبرورکړ او ویې ویل د ایتلافی ځواکونو د هوایی بمبار ترڅنګ یو شمېر نور ولسی خلک د دولت او طالبانو په دې وروستۍ جګړه کې وژل شوی، چې ده یې کره شمېر ونه ښود.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ناڅرګند ځایه په ټلیفون کلید ته وویل، چې د تېرې شپې پر دولسو بجو بهرنیو ځواکونو د برګمټال پر یوې ولسی سیمې بمبار کړى، چې پینځلس عام وګړی یې وژلی.
ده تر بمبار وروسته پر دولتی پوستو د برید او پکې د لسو سرتېرو د وژلو ترڅنګ یې په ټپی حالت کې د پینځلسو نورو د ژوندی نیولو دعوه هم وکړه.
طالب ویاند پردې سربېره د خپلو دوو وسله والو ملګرو وژل کېدل او څلورو نورو ټپی کېدل هم منی.
برګمټال، چې له خیبرپښتونخوا سره په لنډه پوله پرته ولسوالی ده او له شاوخوا دوه اونیو راهیسې پکې تازه جګړې پیل شوی، چارواکی وایی د دې جګړو سمبالښت له کرښې ها خوا پاکستانی طالبان کوی، خو افغانی طالبان یې دعوه نه منی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.