خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
حامدکرزی د افغانستان پر اقتصاد د نړیوالو ژمنو پر مثبتو اغېزو ټینګار وکړ

زمان تقریبی مطالعه: 7 دقیقه
د افغانستان جغرافیایی موقعیت د یوه اقتصادی پله په توګه، د سیمې هېوادونه سره تړلی دی او د اورګاډی د پټلۍ او د ګاز د نل لیکې غځېدنه کولاى شی د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړی.
دغه مطلب ولسمشر حامد کرزی د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو (ریکا) په پنځم کنفرانس کې، چې نن د وری په اومه نېټه د تاجکستان، ایران او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړ شو، څرګند کړ.
له دوشنبه څخه د پژواک خبری اژانس خبریال رپوټ راکوی، چې ولسمشر په خپله وینا کې د افغانستان لپاره د ریکا ناسته مهمه وګڼله او ویې ویل، چې افغانستان تل هڅه کړې، چې له اقتصادی پلوه وکولاى شی په خپلو پښو ودرېږی.
ولسمشر کرزی زیاته کړه، هغه مرستې چې نړیواله ټولنه یې هر ځل په اقتصادی کنفرانسونو کې ژمنه کوی، که په بشپړ ډول عملی کړی، د افغانستان پر اقتصاد به مثبتې اغېزې ولری.
نوموړی د ګاز د نل لیکی او د پټلۍ د سترو پروژو یادونه وکړه، زیاته یې کړه چې دغه پروژې نه یوازې افغانستان ته، چې د سیمې هېوادونو ته هم ګټورې تمامېږی.
د هغو تړونونو له مخې، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شوی دی، د ترکمنستان د ګازو نل لیکه له افغانستان څخه په تېرېدو له پاکستان او هند سره تړل کېږی.
همدارنګه په دې وروستیو کې د ازبکستان هېواد د اورګاډی پټلۍ د حیرتانو د سوداګریز بندر له لارې د بلخ له مزارشریف ښار سره تړل شوى او هرات ولایت ته د ایران د اورګاډی پټلۍ د غزونې پروژه تر کار لاندې ده.
حامد کرزی وویل: ((د اورګاډی هغه پټلۍ به، چې موږ یې د جوړولو په هڅه کې یو، پرته له شکه په سیمه کې شته فاصلې له منځه یوسی او لرې پرتې سیمې، بازارونه او خلک به سره نږدې او سره وبه یې تړی.))
هغه زیاته کړه، چې اقتصادی پرمختګ او پراختیا ته رسېدل، د افغانستان د خلکو او حکومت له حیاتی لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږی، نن د افغانستان خلک په خپل هېواد کې د بشپړې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو ترڅنګ، هڅه کوی ترڅو له اقتصادی پلوه پر خپلو پښو ودرېږی او هغه ونډه چې د دوى د وړتیاوو، طبیعی، بشری او جغرافیایی امکاناتو سره ښایی، د سیمې او نړۍ په اقتصاد کې ولوبوی.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه: ((هغه هیله چې موږ یې د ترسره کولو لپاره هڅه کوو دا ده، چې موږ وکولاى شو یوه ورځ د سیمې او نړۍ د نورو ملتونو ترڅنګ په ارمتیا او سوله کې ژوند وکړو. له سیمې او نړۍ څخه زموږ تمه هم دا ده، ترڅو له موږ سره زموږ د دې لویې او برحقې غوښتنې د پوره کېدو په لاره کې مرسته او همکاری وکړی.))
نوموړی سیمه ییزې اقتصادی همکارۍ یو ضروری او مهم چوکاټ وباله او ویې ویل، چې د دغه روښانه واقعیت په منلو سره د افغانستان حکومت، سیمه ییزه اقتصادی همکاری او پیوستون ته د خپلو ورځنیو او اوږدمهاله کړنو په سرکې ځاى ورکړی او د دې ډول همکاریو د ترسره کېدو په لاره کې یې له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه نه ده کړې او وبه یې هم نه کړی.
د حامد کرزی په وینا، افغانستان له ټولو هغو سیمه ییزو سازمانونو او ټولنو سره، چې د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو د پلې کېدو او پیاوړی کېدو په لاره کې هڅه کوی، تل او په جدیت سره هر اړخیزه همکاری کوی.
ولسمشر زیاته کړه، چې افغانستان د خپل ملی پرمختګ پرګرامونه داسې جوړ کړی او پلی کړی، چې د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مرستندوى وی او سیمه ییزو همکارانو ته محسوسې فایدې لاس ته راوړې.
نوموړی وویل: ((موږ چې د افغانستان د اقتصادی او ټولنیزې پرمختیا لپاره کوم ګام پورته کوو، نېغ په نېغه یا په غیر مستقیم ډول ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ګټې له ځان سره لری. په افغانستان کې د بنسټیزې سولې او ثبات لپاره زموږ د شپو او ورځو هڅې پرته له شکه چې هغه کلیدی پانګونې دی، چې د هغې ګټه څه نن او څه سبا، سیمې ته رسېږی.))
ولسمشر کرزی زیاته کړه، چې د افغانستان طبیعى زېرمې لکه وسپنه، د ډبرو سکاره، قیمتی ډبرې کولاى شی د سیمې او نړۍ صنعتونه تغذیه کړی، پانګه وال او کارګران ترې لوى عواید ترلاسه کړی.
ولسمشر کرزی زیاته کړه، د دې ډول سترو امکاناتو په رڼا کې ده، چې د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو پنځم کنفرانس ځانګړى اهمیت پیدا کوی.
د دغه کنفرانس په تېرو څلورو ناستو کې، چې په کابل، نوی ډیلی، اسلام آباد او استانبول کې ترسره شوې دی، له سیمې سره د افغانستان د همکاریو فکری اصول او بنسټیز پرګرامونه جوړ شول.
هغه وویل: ((زموږ هیله دا ده، چې د دغه کنفرانس پنځم دور به داسې نوې دوره پیل کړی چې په هغې کې کوټلی پروګرامونه اجرا او عملی شی او د افغانستان او سیمې لپاره مثبت او د پام وړ اثرات را منځ ته کړی.))
افغان ولسمشر څرګنده کړه، د دغه کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې، چې کوم ځانګړی پروګرامونه ځاى پرځاى شوی دی، کولاى شی دغه غټه اړتیا پوره کړی، د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو کنفرانس پنځم دور، باید د سیمه ییزې اقتصادی همکارۍ موضوع له خبرو څخه د عمل مرحلې ته سوق کړی.
د ریکا په غونډه کې د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری ویلی، چې پاکستان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوى دى او په تېره کې یې د افغانستان د بیارغونې لپاره ژمنې او مرستې کړې دی او په راتلونکی کې بۀ هم دغه ډول مرستو ته دوام ورکړی.
همدارنګه د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان په دې ناسته کې په خپله وینا کې وویل، جې د افغانستان په اړه ګڼ شمېر کنفرانسونه جوړ شوی، خو دومره عملی شوی نه دی، باید هغه ژمنې چې دلته کېږی عملی شی.
هغه زیاته کړه، تاجکستان تیار دى، چې له افغانستان سره د مرستې په برخه کې خپل ټول توان په تېره بیا د کرنې، ښونې او روزنې په برخو کې او په بله هره برخه کې چې ضرورت وی، ولګوی.
رحمان زیاته کړه، تل په کنفرانسونو کې ویل کېږی چې نشه یې توکی په افغانستان کې کرل کېږی او له هغه ځایه قاچاق کېږی، خو هېڅ کله ونه ویل شول، هغه کیمیاوی مواد چې د نشه یې توکو په جوړښت کې ترې کار اخیستل کېږی، چېرته جوړېږی.
د تاجکستان ولسمشر وویل: ((زموږ ټینګار باید ډېر پر دې وی، چې دغه کیمیاوی توکی له کوم ځایه افغانستان ته واردېږی او څوک هغه واردوی؟))
د ده په وینا، یوازې یو هېواد نه شی کولاى له نشه یې توکو سره مبارزه وکړی، باید له دې سره ټول په ګډه مبارزه وکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې نشه یې توکی له افغانستان څخه تاجکستان او له هغې لارې روسیې ته هم قاچاق کېږی او دا دواړه هېوادونه تل په افغانستان کې له نشه یې توکو سره پر جدی مبارزې ټینګار کوی.
د یادونې ده، د ریکا کنفرانس مشری، چې په هغه کې د سیمې د هېوادونو لوړپوړی چارواکی او تر70 د زیاتو هېوادونو اوسازمانونو استازی ګډون لری، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر ډاکتر زلمی رسول پر غاړه ده او ټاکل شوې، چې دا ناسته سبا ته هم دوام وکړی.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه کنفرانس موخه دا ده، چې افغانستان د منځنۍ او سوېلی اسیا او همدارنګه د منځنی او لرې ختیځ تر منځ د یوه سوداګریز او ترانزیټی پول په توګه رابرسېره شی او په دې توګه سیمه ییزو ګډو پانګه اچونو او د سوداګریزو اړیکو ټینګښت ته ډاډمنه فضاء برابره کړی.
د سرچینې په خبره، په دغه کنفرانس کې به د ترانسپورټ او انرژۍ د زېرمو د جوړولو له لارې اقتصادی پرمختګ ته پر لاسرسی د هېوادونو د تمرکز، پر پانګې اچونې او تعلیماتو او حرفوی یې زده کړو له لارې د بشری منابعو د پراختیا، پر سوداګرۍ، ترانزیټ او د پولو د مدیریت په څېر مسایلو کې د اړونده ملی او نړیوالو ادارو او سازمانانو او هېوادونو تر منځ د همکاریو پر پراختیا بحث وشی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.