خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
څلور وسلوال مخالفین او یو د ملی امنیت کارکوونکى ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
د کندهار په پنجوایی او شاولیکوټ ولسوالیو کې د پولیسو او مخالفینو په وسله والو نښتو کې څلور مخالفین وژل شوی او دوه نور ژوندی نیول شوی، بل خوا وسله والو مخالفینو په کندهار ښار کې د ملی امنیت یو کارکوونکى وژلى دى.
د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د وری په 10مه وویل، چې امنیتی ځواکونو تېره شپه په شاولیکوټ ولسوالۍ کې عملیات کړی او پر مهال یې دوه وسلوال مخالفین، چې یو یې ماین خښوونکى و، وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، دغه عملیات د یادې شوې ولسوالۍ په پریان او یتیمانو کلیو کې شوی، چې په کې دوه وسلوال مخالفین له یو شمېر وسلو او چاوېددونکو توکو سره یو ځاى ژوندی نیول شوی دی.
د نوموړی په وینا، پولیسو تېر مازدیګر د پنجوایی ولسوالۍ د سرکوزې په کلی کې هم د عملیاتو پر مهال دوه وسلوال، چې په سیمه کې یې ورانکارې کړنې ترسره کولې، وژلی دی.
دى وایی، په پنجوایی او شاولیکوټ ولسوالیو کې وژل شوی او ژوندی نیول شوی مخالفینو د امنیتی ځواکونو په خلاف د ماینونو په خښولو او وسلوالو بریدونو کې لاس درلود.
دغه راز امنیتی ځواکونو تېره ورځ د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې درې بابه کورونه، چې په ماینونو فرش شوی وو، کشف کړی دی.
په دې اړ ایوبی وویل، چې په کشف شوو کورونو کې سلګونه کړۍ بېلابېل ماینونه او چاودېدونکو توکی ځاى پر ځاى شوی وو، چې د امنیتی ځواکونو د انجنیری ټیمونو له خوا چاودنې ورکړل شوې.
د هغه په خبره، امنیتی ځواکونو په پنجوایی ولسوالۍ کې هم یوه کشمش خونه، چې د مخالفینو له خوا په کې ماینونه اېښودل شوی و کشف او چول شوې ده.
د یوه بل خبر له مخې، ناپېژاندو وسلوالو په کندهار ښار کې شهیدانو څلور لارې ته څېرمه د ملی امنیت یو کارکوونکى پر ډزو وواژه.
د ولایت مقام د مطبوعاتی دفتر مسوول وویل، چې د ملی امنیت دغه کارکوونکی په تخته پُل ولسوالۍ کې دنده لرله، چې د شهیدانو څلو لارې د جامعه عمر مخې ته تېره شپه وژل شوى دى.
هغه دا رد کړه، چې ګواکې وژل شوى کس دې د تخته پول ولسوالۍ د ملی امنیت مدیر وی، دى وایی په دې اړه پلټنې پیل شوی، خو په تړاو یې څوک نه دی نیول شوی.
بلخوا د کندهار ولایت د ملی امنیت منسوبینو په جلا جلا عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو د یوې لس کسیزې ډلې د قوماندان په ګډون څلور تنه له وسلو سره ونیول.
نیول شوی کسان، چې د کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکی دی، نن د ملی امنیت په ریاست کې خبریالانو ته وښودل شول، چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کاوه.
د محمدالله په نوم نیول شوی تن، چې په اصل کې د زابل ولایت اوسېدونکى دى؛ وویل، چې د کندهار ښار په بېلابېلو جوماتونو کې یې امامت کړى او په ارغنداب ولسوالۍ کې یې د وسله والو مخالفینو د لس کسیزې ډلې مشری کوله.
هغه زیاته کړه: ((د کندهار ښار د چوڼۍ په سیمه کې د حاجی نیاز محمد په جومات کې امام وم، زما یو شمېر مقتدیانو په حکومت کې کار کاوه، چې هم مې د حکومت په طرف کې اړیکې لرلې او هم له طالبانو سره.))
د نوموړی په وینا، کله چې به طالبانو یو څوک د حکومت سره د کار کولو په تور نیوه او یا به حکومت یو څوک د طالب په تور نیوه، نو هغه به د خپلو اړیکو پر بنسټ را خوشی کول.
دى وایی، په ارغنداب کې یې وسلوال فعالیتونه کړی او په دې لړ کې یې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو د ماین چاودنې او وسلوال بریدونه کړی دی.
د حمیدالله په نوم نیول شوی کس وویل، چې د اروزګان ولایت اوسېدونکى دى او په هغه ولایت کې یې د طالبانو د حمدالله نومی قومندان تر مشرۍ لاندې د حکومت ضد وسلوالې کړنې تر سره کړی دی.
درې ورځې وړاندې د کندهار د ملی امنیت ریاست منسوبینو د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو یو اکمالوونکى هم له ګڼ شمېر وسلو سره یو ځاى نیولى وو.
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د یادو شوو پېښو په اړه څه نه دی ویلی او نه یې هم د ملی امنیت د کار کوونکی د وژلو مسوولیت منلى دى.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.