خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د هرات عواید 19 میلیارد افغانیو ته ورسېدل

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
له هرات ولایت څخه د دولت کورنی عواید په 1390 کال کې د تېر کال په پرتله له 29 سلنه زیاتوالی سره څه باندې 19 میلیارده افغانیو ته رسېدلی دی.
د هرات مستوفیت د عوایدو امر غلام یحیى سرخوش پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د 1390 کال د وری له لومړیو څخه د دې کار د کب میاشتې تر پایه له هرات څخه 19 میلیارده او 98 میلیونه افغانۍ (چې له 385 میلیونه امریکایی ډالرو سره برابر دی) راټولې شوی او د دولت خزانې ته ورزیاتې شوې دی.
د هغه په وینا، د هرات ګمرک په 1390 کال کې د 16 میلیارده او 928 میلیونه افغانیو په لومړی مقام، د کورونو او ځمکو د سوداګریزو تولیدی شرکتونو او د کارکوونکو له تنخواګانو څخه مالیاتی عواید دوه میلیارده او 170 میلیونه افغانیو او ترانسپورت له 369 میلیونه افغانیو عواید سره په ترتیب سره په دوهم او درېیم مقام کې دی.
هغه زیاته کړه، چې په ټولیز ډول په 1390 کال کې د دې ولایت دولتی عواید د 1389 کال په پرتله څه باندې څلور میلیارده او 256 میلیونه افغانۍ زیات شوی دی.
په 1380 کال کې د هرات ولایت ټولیز عواید 14 میلیارده او 842 میلیونه افغانۍ و.
د هرات مستوفیت د عوایدو امر د معلوماتو له مخې، د مالیې وزارت په 1390 کال کې د هرات لپاره 19 میلیارده او 229 میلیونه افغانۍ هدف ټاکلى و، چې په ټولیز ډول مهمو ادارو له ترانسپورت پرته وکړاى شول دغه هدف ته ځان ورسوی.
نوموړی وویل: "د هرات د ترانسپورت ریاست په عوایدو کې په 1390 کال کې د 1389 کال په پرتله څه باندې 12 سلنه زیاتوالى راغلى دى؛ خو ویې وکړاى شول په عوایدو کې 30 سلنه لوړوالی ته، چې د مالیې وزارت له خوا ټاکل شوى و، ځان ورسوی."
د هرات د ترانسپورت رییس محمد جاوېد ایماق وویل، چې د مالیې وزارت وړاندوینه د کمېشن د ثابتې کچې په پام کې نه نیولو سره ترسره شوې ده.
هغه وویل: "له 1384 کال راپه دېخوا چې له مسافر وړونکو موټرو څخه د کمېشن کچه درې سلنه او له بار وړونکو موټرو څخه پنځه سلنه ټاکل شوې وه، تراوسه نه ده لوړه شوې او له دې سره سره زموږ هڅې ګټورې وې او د 1389 کال په پرتله څه باندې 12 سلنه زیاتوالى راغلى دى."
هرات د وروستیو کلونو په ترڅ کې د ملی عوایدو له پلوه د هېواد د ولایتونو ترمنځ له کابل وروسته په دوهم مقام کې و.
د هرات د والی داوود شاه صبا په وینا، دغه ولایت په 1389 کال کې د هېواد د کورنیو عوایدو 18 سلنه جوړه کړې وه.
همدارنګه د هرات مستوفیت وایی، چې په 1390 کال کې د هېواد په کورنیو عوایدو کې د هرات ونډه د 1389 کال په شان وه.
د مالیې وزارت د ویاند عزیز شمس په وینا، په 1390 کال کې له کورنیو سرچینو څخه د هېواد ټولیز عواید څه باندې 100 میلیارده افغانۍ و، چې د پیسو د نړیوال صندوق له وړاندوینې څخه دوه میلیارده زیات دی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.