خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/15 0:0کد خبر: 9533

زلمی رسول د قطر له امیر سره ولیدل

زلمی رسول د قطر له امیر سره ولیدل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ،چې دا مهال په قطر کې دى، ددغه هېواد له امیر سره ولیدل. د قطر دولتی اژانس ( وکالة الانباء القطریة) د وری په 15مه، راپور ورکړ ، چې ډاکټر زلمى رسول پرون ددې هېواد پلازمېنې دوحې ته رسېدلى دى. سرچینې زیاته کړه ، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول نن سهار له خپل پلاوی سره د قطر امیر الشیخ حمد بن خلیفة ال ثانی سره ولیدل. په راپور کې راغلی ، چې په دې لیدنه کې دواړو مشرانو د سیمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ دافغانستان او قطر په اړیکو هم خبرې وکړې. د قطر دولتی اژانس ددې لیدنې په اړه نور جزئیات نه دی خپاره کړی . خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند فرامرز تمنا د وری په 13مه، په کابل کې خبریالانو ته ویلی و، چې په قطرکې وسلوالو طالبانو ته د دفتر پرانېستل او د افغانستان د سولې په پروسه کې د قطر ونډې ته د افغان دولت په خوښه د میکانیزم جوړول، هم هغه څه دی ، چې زلمى رسول به یې دقطر له چارواکیو سره په اړه خبرې وکړی. فرامرز زیاته کړې وه: " هرډول نقش چې قطر یا بل هر یو هېواد د افغانستان په سوله کې ترسره کوی، په هغې کې باید د افغانستان نظر او مالکیت په نظر کې ونیول شی." شاوخوا څلور میاشتې مخکې د امریکا متحده ایالتونو او آلمان وپتیله ، چې وسلوالو طالبانو ته په قطر کې د سولې په اړه د خبرو په موخه دفتر پرانېستل شی. وروسته د افغانستان دولت هم له دې هوډ سره هوکړه وکړه او طالبانو هم وویل چې له امریکا سره د (افهام او تفهیم) په موخه په قطر کې د دفتر پرانېستلو ته چمتو دی. خو څو ورځې مخکې طالبانو وویل ، له دې امله چې امریکا د سولې په خبرو کې ثابت دریځ نه لری ، د سولې په اړه خبرې دروی. دغه راز طالبانو ویلی ، چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوی ، ځکه چې د پرېکړو واک نه لری. طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانېستل او له امریکایی زندانونو د طالب بندیانو خوشې کېدل له امریکا څخه د طالبانو غوښتنې وې، چې تراوسه نه دی پوره شوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.