خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په اندونیزیا کې د لسګونو افغانانو کښتۍ بې درکه شوې ده

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د اندونیزیا هېواد چارواکی وایی، د یو شمېر کورنیو په ګډون د هغو لسګونو افغانانو په لټه کې دی چې کښتۍ یې د سمندر په څپو کې بې درکه شوې ده.
دغه کښتۍ له تېرې ورځې راهیسې د اندونیزیا سمباوا نومې جزیرې ته څېرمه لادرکه شوې او ویل کېږی، چې له لادرکه کېدو وړاندې یې د مرستې غوښتنه کړې وه.
په لومړی سر کې داسې اټکل کېده، چې دغه کښتۍ به په سمندر کې ډوبه شوې وی؛ خو وروسته د کډوالو په برخه یوه استرالیایی فعال آن رینټول رسنیو ته وویل، چې دغو افغان کډوالو له ده سره تماس نیولى وو او مرستې ته اړتیا لری.
د اندونیزیا د ټینګارا په ایالت کې د ژغورنې د عملې مشر مرسودی د جمعې په سهار فرانس پرس خبری اژانس ته ویلی، چې د ژغورنې کارکوونکو د یوې چورلکې په واسطه د لادرکه کـښتۍ لټون وکړ؛ خو هېڅ په لاس ورنغلل.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې دوى نه دې توانېدلی، ترڅو په کښتۍ کې د شته کډوالو سره تماس ونیسی، زیاته کړه چې دوى به د لادرکې کـښتۍ په اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکړی.
مرسودی زیاته کړه، کله چې دوى هڅه وکړه له کډوالو سره د ټېلېفون له لارې اړیکه ونیسی، داسې ښکارېده چې دوى نه غوښتل له اندونیزیایی چارواکو سره خبرې وکړی؛ نو ځکه دى ګومان کوی چې دوى په کوم ګوښه ځاى کې پټ شوی دی.
په استرالیا کې د هزاره توکم د ټولنې مشر د یوې اعلامیې په خپرولو سره له استرالیایی چارواکو غوښتنه کړې، چې له اندونیزیایی چارواکو سره په همغږۍ له دغو کډوالو سره چې ژوند یې له خطر سره مخ دى، مرسته وکړی.
په اعلامیه کې د یادې ټولنې د مشر علی محمدی له قوله ویل شوی، چې دوى هم په کښتۍ له افغان کډوالو چى شمېر یې له 60 تنو زیات دى، خبرې کړې دی.
د یادلو ده چې هر کال ګڼ شمېر افغان کډوال د اندونیزیا له لارې استرالیا هېواد ته د تللو هڅه کوی؛ خو کله کله له دغه ډول نوړه پېښو سره مخ کېږی.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو نظر هم واخلی، خو له ډېرو هڅو سره، سره په دې ونه توانېد.
نږدې څلور میاشتې وړاندې د اندونیزیا په ساحلی سیمو کې یوه بېړۍ چې 250 کډوال یې لېږدول، ډوبه شوه چې یواځې د 47 تنو ژوند وژغورل شو.
په دغو کډوالو کې افغانان، ایرانیان، عراقیان او د یو شمېر نورو هېوادونو اتباع شامل وو.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.