خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د پارلمان له پېښې استقلال روغتون ته پنځه ټپیان وړل شوی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د کابل ښار روغتیایی چارواکی وایی، چې پر ملی شورا د برید له پېښې پنځه ټپیان روغتون ته ور وړل شوی دی.
د پژواک خبری اژانس خبریال د پېښې له ځایه راپور ورکړ، چې د ملی شورا ودانۍ له یوې شپږ پوړیزې نیم کاره ودانۍ څخه، چې د شورا ودانۍ په شاوخوا سل مترۍ کې پرته ده، د برید کوونکو تر برید لاندې راغله.
د کابل ښار د روغتونونو رییس ډاکتر کبیر امیری پژواک خبری اژانس ته وویل، چې تر اوسه پنځه تنه، چې په دې پېښه کې ټپیان شوی دی، د علاوالدین درې لارې ترڅنګ د استقلال روغتون ته وړل شوی دی.
نوموړی وویل، چې ټول ټپیان ملکی وګړی دی، خو د هغو د روغتیایی وضعیت په اړه یې معلومات ور نه کړل.
28 کلن حشمت الله، چې د یوه دفتر ساتونکى دى، وویل، چې مور یې د دارالامان له سړک څخه (د پېښې ځاى ته نږدې) د تېرېدو په حال کې وه، چې د مرمۍ د لګېدو له امله ټپی شوه.
همدارنګه د پژواک خبریال همدا اوس (تر غرمې وروسته 3:45) خبر ورکړ، یو ټونس موټر، چې د نیم کاره ودانۍ مخکې ته ولاړ و او ښایی برید کوونکو ترې د مهماتو د لېږد کار اخیستى وی، د پولیسو له خوا په ډزو کې وچاودېد.
په همدې وخت کې د المان او انګلستان سفارتونو ته نږدې له یوه نیمه کاره ودانۍ څخه څو وسلوالو په وزیر اکبرخان سیمه کې د امریکایی ځواکونو یو مرکز تر راکټی برید لاندې نیولى دى.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وویل، چې د دوى وسلوالو په یو وخت کې د کابل په څو سیمو، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې بریدونه پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې په دغو سیمو کې له دولتی ځواکونو سره سخته جګړه روانه ده، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لری.
امنیتی چارواکی هم تر اوسه د دې پېښو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.