خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/27 0:0کد خبر: 9715

د ګردېز په برید کې درې بریدکوونکی وژل شوی او 23 تنه ټپیان دی

د ګردېز په برید کې درې بریدکوونکی وژل شوی او 23 تنه ټپیان دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په ګردېز ښار کې امنیه قوماندانۍ او د پولیسو د زون مرکز ودانیو ته مخامخ یوې شپږ پوړیزې ودانۍ ته ننول او له هغه ځایه یې پر یادو مرکزونو بریدونه پیل کړل. د بریدکوونکو او ګډو ځواکونو ترمنځ جګړې، چې د ایساف هوایی ځواک هم په کې برخه لرله، څلور ساعته دوام وکړ. د پکتیا د والی ویاند روح الله سمون پژواک خبری اژانس ته وویل، چې په دغې جګړه کې درې واړه بریدکوونکی وژل شوی او جسدونه یې د پېښې په ځاى کې پاتې دی. د سمون په وینا، په وسلواله نښته کې 11 تنه ټپیان شوی، چې یو یې پولیس، دوه محصلین، 4 یې ماشومان، دوه یې مېرمنې او دوه نور نارینه دی. خو په ګردیز کې د ملکی روغتون یوه ډاکټر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، پژواک خبری اژانس ته وویل چې د پېښې له ځاى څخه دوى ته 23 تن ټپیان راوړل شوی چې درې یې پولیس، دوه یې مېرمنې او پنځه یې ماشومان دی او پاتې نور یې هغه محصلین دی، چې په یاده ودانۍ کې اوسېدل او د برید پرمهال یې له ودانۍ څخه ځانونه غورځولی دی. د یادولو ده، چې نن په یو وخت کې په ننګرهار، کابل، لوګر او پکتیا کې سره ورته بریدونه وشول. د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې د دوى لسګونه وسلوال په دغو بریدونو کې برخه لری.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.