خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کورنیو چارو وزارت: په نننیو بریدونو کې 17 بریدکوونکی وژل شوی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د کورنیو چارو وزارت وایی چې په نننیو بریدونو کې چې په کابل او لوګر کې لا هم دوام لری، 17 بریدکوونکی وژل شوی، 17 پولیس او 14 ملکی وګړی ټپیان شوی دی.
نن په ورته وخت کې وسلوالو په کابل، ننګرهار، لوګر او پکتیا کې پر دولتی او بهرنیو مرکزونو بریدونه پیل کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقی نن ماښام پژواک خبری اژانس ته وویل، چې په نننیو بریدونو کې امنیتی منسوبین او ملکی وګړی د سر زیان نه لری، خو د ننګرهار د بهسودو ولسوال وایی چې درې ملکی وګړی وژل شوی دی.
هغه همداراز وویل، چې دوه بریدکوونکی هم د امنیتی ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت له خوا پژواک ته د رالېږل شوې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې د کابل په درېیو سیمو کې د وسلوالو مقاومت شته، تردې مهاله 4 بریدکوونکی وژل شوی او 11 پولیس او 5 ملکی وګړی ټپیان شوی دی.
دغه وسلوال بریدونه د کابل ښار په وزیر اکبر خان، دار الامان سړک او پکتیا کوټ سیمو کې وشول.
په یادو درې واړو ځایونو کې وسلوال تر کار لاندې ودانیو ته ننوتل او د عینی شاهدانو د وینا له مخې، پر دولتی ادارو، د بریتانیې، روسیې او کاناډا پر سفارتونو او د ایساف پر یو مرکز د سپکو او درنو وسلو بریدونه وکړل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، وسلوالو د موټر بمونو په وسیله د ننګرهار پر پی ار ټی او هوایی ډګر بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې 7 بریدکوونکی ووژل شول او یو یې امنیتی ځواکونو ژوندى ونیوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې 4 ملکی وګړی ټپیان شول.
په ګردېز ښار کې هم یو شمېر وسلوال نن ماسپښین (01:30 ) په ګردېز ښار کې امنیه قوماندانۍ او د پولیسو د زون مرکز ودانیو ته مخامخ یوې شپږ پوړیزې ودانۍ ته ننول او له هغه ځایه یې پر یادو مرکزونو بریدونه پیل کړل.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې 3 بریدکوونکی ووژل شول، درې پولیس او 5 ملکی وګړی ټپیان شول.
د سرچینې په وینا، په داسې حال کې چې لا هم په لوګر ولایت کې د امنیتی ځواکونو له خوا تصفیوی عملیات روان دی، تردې مهاله درې برید کوونکی وژل شوی او یو یې امنیتی ځواکونو ژوندى نیولى دى.
خبرپاڼه زیاتوی چې په دې بریدونو کې درې پولیس هم ټپیان شوی دی.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، د دوى لسګونو وسلوالو چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو، نن په څلورو ولایتونو کې بریدونه وکړل، چې ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو ځواکونو ته یې تلفات اړولی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.