خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/28 0:0کد خبر: 9735

د حزب اسلامی پلاوی له ولسمشر کرزی سره د کتنې په پایلې خوښی وښوده

د حزب اسلامی پلاوی له ولسمشر کرزی سره د کتنې په پایلې خوښی وښوده - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ډلې پلاوی له ولسمشر حامدکرزی سره د کتنې په پایلې خوښی وښوده. په اروپا کې د حزب اسلامی د سیاسی چارو او د یادې ډلې د سولی د کمیسیون مسوول قریب الرحمن سعید د وری په 28مه په یوې ځانګړې مرکه کې پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ډلې پلاوی نن سهار له ولسمشر کرزی سره په ارګ کې وکتل. نوموړی زیاته کړه، چې په دغه کتنه کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون او همداراز د حزب لخوا د وړاندې شوې 15 فقریزې طرحې ترڅنګ د سولی دعالی شورا لخوا په ځوابی وړاندیزونو باندې هم هراړخیزې خبرې وشوې. قریب الرحمن سعید وایې، چې په ټوله کې ددواړو لورو په طرحو کې کوم عمده مشکل نشته ، یواځی په یو څو ټکو کې د کلماتو بدلون ته اړتیا لیدل کیږی. سعید وویل،چې د د افغانستان د سولې عالی شورا د حزب اسلامی له دغې سیاسی ارادې څخه هرکلی وکړ. نوموړی وویل :(( د سولې دعالی شورا لخوا موږ ته راکړل شوې طرحه به د حزب اسلامی اجرائیوی شورا او انجنیر ګلبدین حکمتیارته وړاندې شی او د هغوى له مشورو سره سم به په راتلوونکی کې په اړه یې تصمیم ونیول شی.)) نوموی زیاته کړه : (( دا لومړی او ورستی کتنه نه وه، بلکی زموږ کتنې به دوام وکړی او بیا به هم راځو.)) سعید وویل، چې په دغه سفر کې یې له دولتی چارواکو سربیره د فرانسی د سفارت په غوښتنه له هغوى سره هم د فرانسی په سفارت کې وکتل. نوموړى وایی، چې د سولې دعالی شورا د مشر صلاح الدین ربانی سره په کتنه کې یې په افغانستان کې د سولې او ټکاو د رامنځته کیدو په اړه ګټورې خبرې کړی دی. هغه زیاته کړه : ((صلاح الدین ربانی صالح او استعداد لرونکى ځوان دى، موږ ترې تمه لرو، چې نوموړى به په افغانستان کې دسولې په رامنځته کیدو کې ښه رول ترسره کړی.)) قریب الرحمن سعید وویل : ((داځل کتنې مو ډیرې ګټورې وې او موږ یې له پایلو خوښ یو، تمه کیږې، چې په نږدې راتلوونکی کې به ښې پایلې ولری.)) د دولت د مخالفې وسلوالې ډلې حزب اسلامی یو پنځه کسیز پلاوى د سولې د خبرو اترو په موخه، دوری په 25مه کابل ته راغلى و ، په یاد پلاوی کې د حزب اسلامی د سیاسی کمیټې پنځه غړی هریو،ډاکټر غیرت بهیر، حاجی عبدالمالک، حسن نیاز، حاجی محمد افسر عادل او په اروپا کې د حزب اسلامی د سیاسی چارو مسوول قریب الرحمن سعید شامل دی . ټاکل شوې ده، چې د حزب اسلامی دغه پلاوى سبا پراتو بجو د سولې د عالی شورا لخوا له ځوابی طرحې سره بیرته ولاړ شی. د یادونې ده، چې د حزب اسلامی پلاوی څو میاشتې مخکې هم کابل ته راغلی وو، له دولتی چارواکو او د سولې عالی شورا سره یې خبرې کړې وې. خو دغې ډلې تیره میاشت له کابل او واشنګټن سره د هر ډول خبرو اترو د ځنډولو اعلان له دې امله وکړ، چې ګوندې هغوى سمه طرحه نه لری.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.