خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/04 0:0کد خبر: 981

مایک مولن: اسامه او ملګری یې پاکستان کې دی

مایک مولن: اسامه او ملګری یې پاکستان کې دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن د هندوستان او پاکستان له سفر څخه وروسته د یکشنبې په ورځ افغانستان ته راغی. نوموړی په ننګرهار کې یې له خپلو پوځی سرتېرو او په کابل کې یې د ناټو له عمومی قوماندان ډېوېډ پټریوس سره وکتل. هغه له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانوته په یوه خبری غونډه کې وویل، چې دوى به ترهغې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړی، چې ترڅو ورته په دې هېواد کې اړتیا وی. مایک مولن زیاته کړه، چې دوى اوس هم د القاعدې، چې یوه خطرناکه شبکه ده په لټه کې دی او کوښښ کوی، چې افغانستان یوځل بیا د هغوى په پناه ځای بدل نشی. نوموړی وویل، چې د شنبې په ورځ یې له پاکستانی چارواکو سره خبرې وکړې او ترې یې وغوښتل، چې د تروریزم پر ضد مبارزه کې له دوى سره خپلې هڅې ګړندۍ کړی، ترڅو د القاعدې ریښې له قبایلی سیمو څخه وباسی. هغه یوځل بیا دا خبره تکرار کړه، چې اسامه بن لادن او د القاعدې لوړ پوړی غړی په پاکستان کې دی. د مایک مولن په وینا، نه یوازې دا، چې د دې ډلې مشران په پاکستان دی، بلکې نورې سخت دریځې ډلې هم پکې شتون لری، چې په ونیا یې دوى هڅه کوی، ترڅو یې پټنځایونه له منځه یوسی. مولن د هغو دوه امریکایی سرتېرو په هکله، چې د شنبې په ورځ د لوګرولایت په څرخ ولسوالۍ کې لادرکه شوی وو وویل، چې ده ته هم دا خبر رسېدلی، چې په وینا یې د پیدا کولو هڅې یې روانې دی، خو نشی کولای، چې په اړه یې زیات معلومات ورکړی. ټاکل شوې ده، چې مولن به له یو شمېر ا فغان چارواکو سره د افغانستان د امنیتی وضیعت په اړه هم خبرې وکړی. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چنګاښ میاشتې په پنځمه هم مایک مولن افغانستان ته راغلی وو او له وجمهوررئیس حامد کرزی سره یې د ارګ په ماڼۍ کې کتلی وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.