خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د جوزجان د مستوفیت عواید 55 میلیونه زیات شوی دی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د جوزجان ولایت د مستوفیت مسوولین په 1390 کال کې په دې اداره کې د 40 سلنه عوایدو د زیاتېدو خبر ورکوی.
د جوزجان مستوفی غلام فاروق لغمانی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د دوى له خوا په 1390کال کې ترلاسه شوی عواید څه باندې 190 میلیونه افغانیو ته رسېدلی وو.
د هغه په وینا، د 1389کال عوایدو ته په پام سره، چې 135 میلیونه افغانۍ راټولې شوې وې، په 1390کال کې نږدې 40 سلنه زیاتوالى ښیی.
همداراز سرچینې زیاته کړه، چې د جوزجان ولایت د تېر کال په عوایدو کې زیاتوالى، د وزارت د پلان په په نسبت 12سلنه زیاتوالى ښیی.
نوموړی وویل: ((د 1390کال د پلان له مخې، اټکل کېده چې موږ 170 میلیونه افغانى په کال کې عواید له ولایت څخه ترلاسه کړو.
لغمانى زیاته کړه، چې د مستوفیت عواید له بېلابیلو مدارکو څخه، چې د شرکتونو د لېږد مالیه، د کارمندانو معاشونه، د جایدادونو کرایې، د موټرونو له پلور نه مالیه، د ځمکې اجاره او د محکمې د عوایدو له محصولاتو څخه ترلاسه شوی دی.
همدارنګه د جوزجان د والی ویاند عبدالواحد اذرلو پژواک خبری اژانس ته وویل، چې په تېر کال کې د سوداګریزو شرکتونو فعالیتونه په دغه ولایت کې زیات وو، چې دا په خپله په عوایدو مثبت اغېز ښیندی.
د اذرلو په وینا، تېر کال 10 نور نوی سوداګریز شرکتونه په اوسنیو شرکتونو ورزیات شول، چې ټولټال 40 شرکتونو ته ورسېدل.
نوموړی زیاته کړه، چې دا شرکتونه خپل سوداګریز توکی د مرکزی اسیا له هېوادونو، روسیې او ایران څخه را واردوی، چې د جوزجان پرعوایدو یې هم اثر اچولى دى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.