خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/02 0:0کد خبر: 9821

ولسمشر سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو لارښوونه وکړه

ولسمشر سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو لارښوونه وکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ولسمشر کرزی د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته پر اوښتی مالی او ځانی زیان خواشینی څرګنده کړه. د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتی دفتر څخه د غویی په 2مه، پژواک خبری اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر حامد کرزی په کابل او ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او ورښتونو له امله، خلکو ته پر اوښتی زیان خواشینی وښوده. د سرچینې په وینا، حامد کرزی د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملی ادارې ته لارښوونه وکړه، چې په بېړنی ډول دې زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوی. په خبرپاڼه کې راغلی، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملی ادارې د معلوماتو له مخې، له تېرې پنجشنې ورځې راهیسې د سېلابونو له امله د هرات په اوبی، ګذره، پښتون زرغون، ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو کې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، بڼونه او په لسګونه کورونه ویجاړ شوی او په سلګونو څاروی مړه شوی دی. سرچینه وایی، چې په ګذره ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو بس موټر اوښتى، چې څلور سپرلۍ مړې شوې او 16 یې ټپیانې دی. په خبرپاڼه کې راغلی، چې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د تندر د پرېوتو له امله څلور تنه سخت ژوبل شوی دی. دغه راز ویل کېږی، چې د سېلابونو له امله په ننګرهار ولایت کې هم شاوخوا 50 کورونه نړېدلې او د بادغیس ولایت په ګډون په بېلابېلو سیمو کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه وېجاړه شوې ده. سرچینه وایی، چې په زابل ولایت کې 139 او اروزګان ولایت کې 300 کورنۍ د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې شوې دی. ولسمشر حامد کرزی د سېلابونو له امله د مړو شویو کورنیو غړو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله کړې ده.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.