خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/04 0:0کد خبر: 983

رفعت: کاندیدان دې له اصولو څخه سرغړونه نه کوی

رفعت: کاندیدان دې له اصولو څخه سرغړونه نه کوی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، چې د کاندیدانو په اړه شکایتونه څېړی او دې کار ته دوام ورکوی، د همدې کمېسیون یو غړی د یکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د لسګونو داسې کسانو دوسیې څېړی چې تر اوسه یې له خپلو دندو څخه استعفا نه ده ورکړې خو کاندیدان دی. د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون دنده لری چې په ځانګړی ډول د کاندیدانو په اړه ورته رسېدلی شکایتونه وڅېړی او هغه کاندیدان چې له انتخاباتی اصولو سرغړونه کوی نومونه یې له وروستی لیست څخه ایستلاى شی. په افغانستان کې د ولسی جرګې راتلونکو انتخاباتو ته د منډو ترړو له تیزېدو سره د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون کاندیانو ته خبردارۍ ورکړى چې د انتخاباتی کمپاینونو له اصولو څخه د سرغړونو مخینوى دې وکړی. دغه کمېسیون وایی، چې د لسګونو هغو کاندیدانو دوسیې څېړی، چې له د انتخاباتی کمپاینونو له اصولو سرغړونه کوی. د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون غړى او ویاند احمد ضیا رفعت، د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د هغو کاندیانو دوسیې هم څیړی چې تراوسه پورې یې له خپلو دولتی دندو استعفاوې نه دی کړی: ”په راتلوونکو څو ورځو کې شاید د تېر په پرتله ډېر شمېر هغه نومونه له وروستی لیست څخه په دې دلیل و ایستل شی، چې پر وخت یې له خپلو دندو استعفا نه ده ورکړې. د ولسی جرګې د انتخاباتو تر ورځې موږ د خلکو شکایتونه اخلو او هر هغه څوک چې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون یې وپېژنی، د قانون پر اساس له وروستی لیست څخه ایستل کېږی او له وروستی لیست څخه یې د نوم ایستل اعلانوو.“ د اساسی قانون او وضع شوېو اصولو له مخې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ښوونکو، ولسی جرګې د غړو او ځینو نورو مشرانو په استثنا له نورو ټولو کاندیدانو غوښتی چې له خپلو دولتی دندو استعفا ورکړی. د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، چې د کمپاین له پیل تر اوسه ورته 152 شکایتونه رسېدلی، چې ډېر یې له انتخاباتی اصولو څخه د کاندیدانو سرغړونه ده. تر دې پخوا هم د لسګونو کاندیدانو نومونه د انتخاباتو له وروستی لیست څخه ایستل شوی. ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسی جرګې انتخابات د روان لمریز کال د وږی پر 27مه وشی او د افغانستان د ملی امنیت شورا، له ټولو امنیتی ارګانونو غوښتی چې د دغو انتخاباتو لپاره پراخ او جدی امنیتی پلان جوړ کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.