خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
عطامحمدنور: د طالبانو پر ځاى له حکمتیار سره د سولې خبرې ګټورې دی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د بلخ والی د وسلوالو طالبانو په پرتله له ګلبدین حکمتیار سره د سولې په اړه خبرې اترې کول ګټورې وبللې.
د بلخ والی عطامحمد نور د غویی په 7مه د بلخ ولایت په مقام کې د ولسی جرګې له خوا د ده د ستاینې په اړه جوړه شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د سولې روانه پروسه په ټکنی توب پر مخ ځی.
د بلخ ولایت په مقام کې د ولسی جرګې له خوا نوموړی ته د هېواد د ښه والی په توګه د ستایلو په موخه غونډه جوړه شوې وه، چې نږدې څلوېښت وکیلانو په کې ګډون درلود.
عطامحمد نور یادې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د سولې عالی شورا باید په خپلو طرحو کې بدلون راولی، چې له لارې یې د دولت اساسی او غولول شوی مخالفین په ډاګه شی.
نوموړی زیاته کړه، وسلوال طالبان سولې ته په هغه ارزښت قایل نه دی، څومره چې ورته د سولې په روانه پروسه کې اړتیا لیدل کېږی.
د هغه په وینا، د وسلوالو طالبانو پر پرتله به د حزب اسلامی ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره خبرې کول ډېره ګټه ولری.
نور وویل: ((سره له دې چې حکمتیار صېب داسې یو څوک دى، چې تل د قدرت په سر کې ځان راوستل غواړی؛ خو بیا هم له طالبانو غوره دى او سولې ته د دوى په پرتله ډېر ارزښت ورکوی.))
نوموړی همداراز د افغانستان تېره لس کلنه دوره له نیمګړتیاوو ډکه وبلله.
د هغه په وینا، لا هم تر 2014 کاله پورې وخت شته، چې افغانان سره نږدې شی او د نړیوالو له وتو وروسته دغه هېواد یو ځل بیا د جنګونو په ډګر بدل نه شی.
د ولسی جرګې نایب منشی محمدفرهاد عظیمی پژوک اژانس ته د جوړې شوې غونډې په اړه وویل، چې د ولسی جرګې 120 غړو د دغې جرګې ریاست ته د بلخ د والی د ستایلو وړاندیز وکړ او هغوى ومانه.
نوموړی زیاته کړه، چې له ولسی جرګې څخه نږدې څلوېښت غړی د بلخ ولایت د ارزونې په موخه راغلی او په ترڅ کې یې د بلخ والی ته ستاینلیک هم ورکړ شو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.