خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دوه ښځې ووژل شوې

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
یوه ښځه په نیمروز ولایت کې د خاوند له خوا او بله په بغلان ولایت کې د ناپېژاندو کسانو له خوا ووژل شوه.
د مرکزی بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال محمدکمین، نن (د غویی 11مه) پژواک خبری اژانس ته وویل: ((ناپېژاندو کسانو پرون مازیګر یوه څلوېښت کلنه مېرمن، چې اته ماشومان یې لرل، د مرکزی بغلان په غلام باى کلی کې ووژله.))
نوموړی زیاته کړه، چې د وژنې لامل معلوم نه دى؛ پولیس د قضیې د څېړلو لپاره د پېښې ځاى ته تللی او تراوسه په دې اړه څوک نیول شوی نه دی.
همدارنګه د مرکزی بغلان روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر خلیل نرمګوى پژواک ته وویل: ((د یوې ښځې مړى چې له نږدې واټن څخه په چره ییز ټوپک ویشتل شوې، روغتون ته لېږدول شوې ده.))
نوموړی دعینی شاهدانو له قوله چې د دې ښځې مړى یې روغتون ته لېږدولى، وویل چې دا مېرمن د خپل خاوند له لوری وژل شوې ده.
په شمال زون کې د بشر حقونو د کمېسیون مشر حیات الله امیری، د دې مېرمنې وژنه غیر انسانی کړنه بولی او وایی، چې دا اداره په شمال زون کې په ځانګړې توګه په بغلان ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتېدو په اړه اندېښنه لری.
نوموړی له دولتی چارواکو څخه وغوښتل، چې په دې اړه دې اړین لازم اقدامات ترسره کړی.
همداراز په بغلان ولایت کې د ښځو چارو مشرې رحیمې ظریفی، د یادې مېرمنې وژنه غیر اسلامی او وحشیانه عمل وباله او ویې ویل، چې دا اداره د امنیتی ارګانونو په همکارۍ په دې لټه کې ده، څو د دې قضیې عاملین ونیسی او د قانون منګولو ته یې وسپاری.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې، یوه 25کلنه مېرمن د خاوند د کورنۍ له خوا له تاوتریخوالی سره مخ شوه او سر یې پرې خرىلى و.
د یو بل خبر له مخې، یوه امېدواره مېرمن په نیمروز ولایت کې د خاوند له خوا په چره ییز ټوپک ووژل شوه او ماشوم یې ټپی شو.
د وژل شوې مېرمنې پلار عبدالصمد چې د نیمروز ښار اوسېدونکى دى، نن (د غویی 11مه) پژواک اژانس ته وویل: ((د دې مېرمنې خاوند چې جلیل نومېږی او پرون یې وروسته له هغه په خپلې مېرمنې د چره ییز ټوپک ډز وکړ، چې له ځنګل څخه راستون شوى و، خپله مېرمن او مور یې د لفظی شخړې په حال کې ولیدې.))
هغه زیاته کړه، چې ټپیان روغتون ته وړل شوی، خو نوموړې مېرمنې ساه ورکړه او حمل یې هم ضایع شو او ډاکټرانو د هغې اووه کلن ماشوم د هر ات روغتون ته ولېږداوه.
عبدالصمد له دولت څخه وغوښتل چې قاتل ته دې سزا ورکړی.
د زرنج روغتون مشر مجیب الرحمن پژواک ته وویل: ((دا مېرمن امېدواره وه او د ټوپک د ډز له کبله یې ماشوم په خېټه کې له منځه ولاړ.))
نوموړی زیاته کړه، چې ډاکټرانو پرون شپه یاده مېرمن عملیات کړه؛ خو وروسته یې ساه ورکړه.
نوموړی زیاته کړه، چې د دې مېرمنې اووه کلن ماشوم چې د ډز له امله ټپی شو، د درملنې لپاره هرات ته یوړل شو.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندان عبدالرزاق قریشی پژواک اژانس ته وویل، چې د دې مېرمنې خاوند د پولیسو له خوا نیول شوى او څېړنې ترې روانې دی.
د دې ولایت د ښځو چارو د ریاست مرستیالې شیما محمدی د دې کړنې په غندلو سره وویل، چې په تېره یوه میاشت کې د ښځو او ماشومانو په وړاندې دا درېیمه پېښه ده، چې په دې ولایت کې رامنځ ته کېږی.
هغې زیاته کړه چې 20 ورځې وړاندې، د ریکشا یوه چلوونکی په اووه کلنې نجلۍ جنسی تېرى وکړ، چې پولیس تردې دمه د نوموړی په نیولو بریالی شوی نه دی او په یوه بله پېښه کې، د ښوونځی پر نجلۍ جنسی تېرى وشو، چې د خلکو په منځګړیتوب، یاده نجلۍ تېری کوونکی ته په نکاح ورکړل شوه.
د محمدی د معلوماتو له مخې، تېر کال په دې ولایت کې د شپږو وژنو په ګډون د تاوتریخوالی 92 پېښې رامنځ ته شوې وې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.