بلوچستان کې د یوې ترافیکی پېښې له امله دوه افغانان چې ویل کېږی په غیرقانونی ډول ایران ته روان وو، ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه تېر ماښام د ریکوډیک پروژې پر سړک د درېیو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

په راپور کې ویل شوی چې په دې پېښه کې ټول درې کسان چې دوه یې افغانان وو، مړه شوی او 18 نور ټپیان دی.

د چارواکو په خبره، د ټپیانو په ډله کې افغان ښځې او ماشومان هم شامل دی چې د ایران پولې پر لور روان وو او ویل کېږی غوښتل یې له غیرقانونی لارې دغه هېواد ته داخل شی.

راپور کاږی چې د ټپیانو له ډلې پنځه کسان سخت ټپیان شوی او د درملنې لپاره د کوټې ښار ملکی روغتون ته لېږدول شوی دی.

پولیس وایی چې د پېښې د څرنګوالی په اړه څېړنې روانې دی.