ځدراڼ ویلی چې چاودنه د یوه لاسی بم د غورځولو له امله رامنځته شوې او په دې اړه به نور جزئیات وروسته وړاندې شی.

په همدې حال کې، طلوع‌نیوز د یوه امنیتی سرچینې له قوله راپور ورکړی چې په دشت برچی کې د ناچاودو چاودېدونکو توکو د انفجار له امله 52 کسان ټپیان شوی دی.

د دې سرچینې په وینا، د ټپیانو شمېر ښایی نور هم زیات شی.

د چاودنې ټپیان لومړی نږدې روغتونونو ته انتقال شوی او وروسته یو شمېر یې د ایمرجنسی روغتون ته لېږدول شوی دی.

ویل کېږی چې د ځینو ټپیانو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه د چاودنې دقیق ډول نه دی مشخص شوی او هېڅ فرد یا ډلې هم د دې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.