سیدجعفر سیدآبادی، د خراسان رضوی ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومی مدیر، له افغان کډوالو غوښتی چې د خپلې استوګنې د تمدید بهیر ونه ځنډوی او د استوګنې اړوندو چارو د تعقیب لپاره ژر تر ژره د کفالت دفترونو ته مراجعه وکړی.
سیدآبادی په مشهد کې د «قائد شهید امت اسلامی» د جنازې او خاورو ته سپارلو د څلوېښتمې ورځې په مراسمو کې، له سریع خبری اژانس سره په خبرو کې وویل چې کډوال باید د استوګنې د تمدید ترڅنګ د روغتیایی بیمې موضوع هم په جدی توګه تعقیب کړی.
هغه روغتیایی بیمه د کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د بیمې ثبت او د پوښښ بشپړول کولی شی په ایران کې روغتیایی او درملیزو خدمتونو ته د کډوالو د لا ښه لاسرسی زمینه برابره کړی.
د خراسان رضوی د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومی مدیر همداراز له کډوالو وغوښتل چې خپلې د استوګنې او بیمې چارې تر وروستیو ورځو پورې ونه ځنډوی او په ټاکلی وخت کې د اړوندو مراحلو د ترسره کولو لپاره اقدام وکړی.
