فرانس‌پرس خبری اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ د شنبې په ماښام د مریلینډ ایالت په ډېوېډ کمپ کې د ولسمشرۍ له استوګنځی څخه واشنګټن ته ستون شو، په داسې حال کې چې د مخکینی مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه هغه د یکشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته ستون شی.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د ولسمشر د مهالوېش د ناڅاپی بدلون لامل نه دی اعلان کړی.

همدارنګه تر اوسه نه ده روښانه چې واشنګټن ته د ټرمپ له ټاکلی وخت مخکې ستنېدل د منځنی ختیځ له وروستیو تحولاتو سره تړاو لری که نه.

دا په داسې حال کې ده چې د راپور له مخې، د سعودی عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د سعودی په مشرۍ ایتلاف ویلی چې د شنبې په ورځ یې د حوثیانو له خوا د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی شنډ کړی دی.

حوثیانو هم ویلی چې په توغندی او بې‌پیلوټه الوتکې یې په سعودی عربستان کې ځینې هدفونه په نښه کړی دی.

فرانس‌پرس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په سیمه کې د دغه هېواد یو شمېر سفارتونو امریکایی وګړو ته تازه امنیتی خبرداری صادر کړی دی. په دغو خبرداریو کې د وضعیت د «ناڅاپی خرابېدو» احتمال یاد شوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې روانه پوځی شخړه ښایی په چټکۍ سره پراخه شی.

د همدې راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو امریکایی وګړو چې له منځنی ختیځه بهر دی غوښتی چې سیمې ته پر سفر یا له سیمې د تېرېدو په اړه جدی بیاکتنه وکړی. په خبرداریو کې دغه راز د سفرونو د ګډوډېدو، د الوتنو د لغوه کېدو او د هوایی حریم د احتمالی تړل کېدو یادونه شوې ده.