د امریکا سرزوری ولسمشر ټرامپ چې ستر دروغجن او بې منطقه سړی دی د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په څنګ کښې د فارس خلیج د عربو هیوادونو له مشرانو سره په کتنه کښې وویل:شاید مجبوره شو  یوه سیمه تباه کړو: کوه کلنګ.مونږ حاضردمه په دغه سیمه کښې زیات فعالیت نه وینو، خو که چیرې دا ډول فعالیت ووینو، سمدستی به هغه تباه کړو.

سره له دې له دغو څرګندونو څو دقیقې مخکې ټرامپ ادعا کړې وه چې اټومی وسلو ته د لاسرسی لپاره د ایران هڅه پاې ته رسیدلې ده.

ټرامپ یوځل بیا د امریکا د ولسمشرۍ د مینځ پړاوه انتخاباتو له ترسره کیدا وروسته له ایران سره د جنګ د ختمولو د احتمال خبره وکړه او ویې ویل ریپبلیکن ګوند په دغو انتخاباتو کښې د کانګرس د له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ دی.

ایران د امریکا له ګواښونو هیڅکله نه دی ویریدلی او نه به ویریږی او تهران ویلی دی که چیرې امریکا کومه نوې حمله وکړی نو دا ځل به ایران بل ډول نوی وسلې استعمال کړی چې واشنګټن به حیرانه کړی او ایران به د امریکا په هغو هدفونو چې مخکې پرې بریدونه نه وو شوې هم حملې وکړی.